خبرونه

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي مشر د وردګ سیمه ایز اداري دفتر څخه لیدنه وکړه

خبرونه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي مشر ښاغلي ډانیل مدنی، د سویډن کمیټې د وردګ سیمه ایز اداري دفتر، میدان ښار ولایتي روغتون او په میدان ښار کې د ټولنې د قابله ګانو له ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان لپاره سویډن کمیټه د ښوونې او روزنې برابر لاسري حق ته د درناوۍ غوښتنه کوي

خبرونه د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې هلکان باید له یوې میاشتې ځنډ وروسته د ثانوي ښوونځیو ټولګي بیا پیل کړي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته په ژوره توګه د اندېښنې وړ ده چې په دې بیانیه کې د نجونو د تعلیم حق یادونه نده شوې.

د سویډن د کمیټې فعالیتونه په افغانستان کې دوام لري

خبرونه د افغانستان واک د طالبانو په لاس کې دی او د راتلونکې لپاره ډېر څه نامعلوم دي. د وضعیت سربېره بیا هم د سویډن د کمیټې کارونه دوام لري. موږ د حالاتو سره جوړجاړې کوو خو په ورته ځواک سره کار کوو ځکه دا زمونږ مسوولیت او وظیفه ده. نړۍ باید ملکي وکړې دلاسه ورنکړي.

په میدان وردګ ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې فعالیتونه تر لنډمهالي ځنډ وروسته پیل شوي دي

خبرونه په میدان وردګ ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې فعالیتونه د کلیوالي پراختیا، ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې تر لنډمهالي ځنډ وروسته پیل شوي دي.

غمی، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له روغتیايي فعالیتونو خوشاله دی

خبرونه غمی، چې ۷۲ کلونه عمر لري، د جلګې ولسوالۍ د ترناوې کلي اوسیدونکی دی. نوموړی په ټولیزه توګه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د کارکوونکو له ښې رویې او په دغه لرې پرته سیمه کې د تنګي سیدان د بشپړ روغتیايي مرکز له لارې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو ډیر خوښ دی.

ډاکټر حفیظ الله ملنګ: ټولنې ته زموږ با کیفیته روغتیايي خدمتونه ډېر ګټور دي

خبرونه ډاکټر حفیظ الله ملنګ، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په میدان وردګ ولایت کې د سیمه ایز اداري دفتر د روغتیا پروګرام رئیس دی. نوموړي له موږ سره د صحتمندۍ د دوه نیم کلنې پروژې په هکله خبرې اتري کړي دي. زموږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې "زموږ روغتیايي خدمتونه ټولنې ته څومره ګټور دي؟ که چیرې دغه خدمتونه په ټپه ودریږي څه به پیښ شي؟" وویل:
"زموږ د ټولنې زیاتره وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند لري، که خدای مکړه روغتیايي خدمتونه ودریږي نو په ټولنه به یې ناوړه اقتصادي اغیزې وي

په غزني کې د وسلوالو نښتو له امله ښوونځي تړل شوي

خبرونه په غزني ولایت کې په دې وروستیو میاشتو کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې ډیرې شوې دي.
ناوړه امنیتي وضعیت د ډېرو ښوونځیو د تړلو لامل ګرځېدلۍ چې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیېتې د ښوونې او روزنې پروګرام هم ترې اغېزمن شوی.

هغه زده کوونکي چې اوس د فزیوتراپست په توګه کار کوي

خبرونه په ۲۰۱۶ کال کې، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په شمال کې د فزیوتراپي کادرونو د روزلو په موخه، د فزیوتراپي زده کړې پیل کړې. په دې روزنیز پروګرام کې ۴۰ تنه د شمالي ولایتونو څخه ګډون کړی وو چې د ۲۰۱۹ کال په پای کې فارغ شول.

دولتي ادارې ژمنه کوي چې د معلولیت لرونکو وګړو ستونزې به په ګوته او حل کړي

خبرونه په بلخ ، جوزجان ، سمنګان ، غزنی ، میدان وردګو ، او پکتیکا ولایتونو کې په یوه ورځني زده کړه ییز ورکشاپ کې په دولتي ادارو کې د معلولیت لرونکو وګړو په ستونزو، فرصتونو او خنډونو او همداشان ددوی د حقونولپاره په عدالت غوښتنې باندې بحث تر سره شو.