د ځايي ټولنو حکومتداري

مونږ د افغانستان ټولو وګړو ته پخپل حالت د اغیز لرلو د فرصت ډاډ ورکولو لپاره کار کوو.

په افغاني ټولنه کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کچه خورا ټیټه ده. شخړې، فساد او په اداره کې بې تدبیري ددې لامل ګرځېدلي چې ځايي ټولنو کې په ډېره کمه اندازه بدلون رامنځته شي. خلک بې ځواکه دي، ژوندي پاتې کېدلو ته هلې ځلې کوي، او د ځايي چارواکو څخه خپل حقونه نه شي ترلاسه کولی. دوی معمولاً هغه اړتیاوې چې د دوی په نظر اړینې دي، په ترسره کولو کې یې له ستونزو سره مخامخېږي.

هر څوک د نفوذ لرلو حق لري

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د عملي چارو مهمه برخه په سیمه ییزه کچه د اغیزمنې حکومتدارۍ رامنځته کول دي، خو په سیمه کچه د حقونو غوښتنه نه هم آسانه او نه هم له خطر څخه خالي کار دی. د حکومت او مخالفو وسلوالو ډلو تر منځ د ځواک او نفوذ پر سر اوسمهالو شخړو نور هم د بې باورۍ حالت را منځته کړی دی. تر ټولو سخت له ستونزو سره لاس او ګریوان په لرې پرتو سیمو کې زیان منونکې ډلې لکه ښځې، ماشومان، معلولیت لرونکي خلک او ګوښه شوي خلک دي. نورو تکراریدونکو ستونزو کې د په عمومي توګه د حکومت کمزوري او د ځايي چارواکو د توانونو او د سرچینو محدودیتونه شامل دي.

یوه ستره ستونزه په پریکړه کوونکو ډلو کې د غیر مساوي استازیتوب ده. ښځې او معلولیت لرونکي خلک معمولاً د پراختیايي پلانونو په جوړولو، د پریکړو په تطبیق او طرحه کولو کې له پامه غورځول شوي دي، چې دا په دې معنی ده چې د دوی حقونه نه دي ورکړل شوي. د دوی ګټې د ځايي چارواکو او د کلیو په کچه په ټیټه پیمانه خوندي شوي دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه څه کوي؟

ځايي حکومتداري

ښځي او معلولیت لرونکي خلک هغه ډلې دي چې په دودیزه توګه په پریکړو کې برخه نه ورکول کیږي. ځکه خو دا د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ماموریت او دنده ده چې د دې ډلو ګډون پیاوړې کړي. پخپله ځان سره مرسته کوونکو ډلو او د پرمختیايي شورا ګانو کې د دوي ګډون خورا مهم دې ځکه دغه جوړښتونه باید په پراخه کچه د ټولنې استازیتوب وکړي.

د اړین بدلون د رامنځته کولو په موخه په زیات شمیر سیمو کې کوښښونه همغږي شوي دي. په کلیو کې پرمختیايي شوراګاني او ادارې د خپلو کارونو پرمخ وړلو کې د پلان او د بودیجی سره سره د پریکړه کوونکو څخه د خپلو حقونو په غوښتنه کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د مرستو څخه برخمن دي.

ځايي چارواکي د معلوماتو په اداره او د ټولنې له خوا د اداره کیدونکو پراختیايي چارو په هکله لومړنۍ روزنې ترلاسه کوي، چې په دې توګه دوی وکولای شي خپلې چارې په اغیزمنه توګه ترسره کړي. دغه روزنې او ټریننګونه ډېر زیات ستایل شوي دي ځکه دا له ډیرو ذیدخله اړخونو سره مرسته کوي چې پرمختیايي چارو اړوندې ستونزې سره حل کړي.

موږ د ځايي شوراګانو په جوړولو کې مرسته کوو. دغه شوراګاني د خپلو کلیو د راتلونکي او د زیانمنیدونکو ډلو په اړه پریکړو کې د ګډون کولو او د نفوذ درلودلو فرصتونه برابروي. د سویډن کمیټه د پروژي اداره کولو، د جنسیتي برابري یا مساوات او د شخړو د هوارولو او همدا رنګه د بشر د حقونو او قانوني ستونزو په اړه شوراګانو ته مشورې هم ورکوي. د کلیوالو لخوا په خپلو کلیو او بانډو کې د شوراګانو ټاکنه ترسره کیږي.

زیربنا – د پرمختګ لپاره لومړنی شرط

په کلیوالو سیمو کې د سترو اړتیاوو لکه د څښاک د اوبو، د ژوند ژواک د زیربنا او د نورو ټولنیزو آسانتیاوو لپاره پرمختیايي شوراګاني هر کال پرمختیايي پروژي پلي کوي. دوي د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره خپل نظرونه شریکوي او لومړیتوبونه معلوموي. په دغو شوراګانو کې استازیتوب باید په پراخه کچه او ټولشموله وي.  په ۲۰۱۸م کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې  په تخار ولایت کې  ۱۴ کلیو ته چې د اوبو له کمښت سره مخ وو د اوبو رسولو پروژې پلي کړې، د سویډن کمیټې په دغه سیمه کې د اوبو رسولو د پایپ غزولو نوښت وکړ. موږ دغه راز ۴۰ د اقتصادي پراختیا پروژې هم چې په دې کې د سرکونه، استنادي دیوالونه او د کانالونو رغول هم شامل وو. کلي د لارو په رغولو سره ونښلول شول. د وصلیدلو دغه را منځته شوې نقطې هم د ټولنیزې او هم د اقتصادي پراختیا لپاره ډېرې مهمې دي. د اوبولو پروژې د ښو حاصلاتو په ترلاسه کولو تمامې شوي دي او استنادي دیوالونو؛ بزګران د خپلو حاصلاتو، د ځمکو د زیان څخه چې د سیلابونو او ځمکو د ښوییدنې له امله را منځته کیږي، خوندي ساتلي دي.