مطبوعاتي اعلامیې

SCA په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول

خبرونه SCA په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول. دا د افغانستان د اسلامي امارت د هغه فرمان له مخې کیږي چې په سویډن کې د قران کریم د نسخو له سوځېدلو وروسته؛ دوی د سویډن هیواد د ټولو فعالیتونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په سویډن کې د نن ورځې د قرانکریم توهین په کلکو ټکو غندي.

مطبوعاتي اعلامیې موږ د دې پیښې له امله خواشیني او خورا غمجن یو چې په سټاکهولم کې د عراق د سفارت مخکې؛ د عراقي نژاد سړي لخوا ترسره شو. د قرآن کریم سپکاوی؛ د اسلام څخه د وېرونې او کرکې وړ یوه کرغېړنه کړنه ده. دا د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوی دی چې دا سپیڅلی متن […]

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په پکتیکا ولایت کې ۵۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې کڅوړې وویشلې

مطبوعاتي اعلامیې په پکتیکا ولایت کې له زلزلې وروسته، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له یوې چټکې ارزونې څخه وروسته د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې کڅوړې چې د خوراکي، غیر خوراکي توکو، د حفظ الصحې وسایل او نغدي پیسې په کې شاملې دي، وویشلې. د افغانستان لپاره د […]

په میدان وردګ ولایت کې د سویډن کمیټې فعالیتونه د کویډ-۱۹ په وړاندې په بشپړه توګه پلي کیږي

مطبوعاتي اعلامیې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ځايي خلکو د هیلو سره سم خپل روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د خپلو روغتیايي خدمتونو او مرستو په وړاندې کولو بشپړ کنټرول لري، که څه هم د افغانستان په نورو برخو کې د کویډ-۱۹ په وړاندې د مبارزې په لړ کې په روغتیايي آسانتیاوو او خدمتونو کې کمښت را منځته شوی دی.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د بې پولې ډاکټرانو په روغتون حمله په کلکه غندي

مطبوعاتي اعلامیې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په پلازمینه کابل کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون حمله په کلکو ټکو غندنه کوي. راپورونه څرګندوي چې ددې حملې زیاتره قربانیان ښځې، نوي زیږیدلي ماشومان او نرسانې وې.

د قابلو نړیواله ورځ نمانځل

مطبوعاتي اعلامیې د می ۵ مه په نړیواله کچه د قابلو نړیواله ورځ په توګه لمانځل کیږي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هم دا ورځ په نښه کوي او لمانځي ، ترڅو هغه قوي رول چې د قابله ګانو لخوا په افغانستان کې هرکال د زرګونو خلکو په ژغورلو کې لوبوي وستایل شي.

ډانیل مدهانی د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې نوی رئیس

مطبوعاتي اعلامیې ډانیل مدهانی، سر له نن (د دوشنبې ورځ، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د نوامبر اتلسمی نیټې) څخه د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې عمومي رئیس دنده پغاړه واخستله. د سویډن کمیټه په افغانستان کې یو له هغو سترو نادولتي ادارو څخه بلل کیږي چې نږدې ۶۰۰۰ کارکوونکي لري. ډانیل مدهاني په ختیځ او افریقا […]

مقاله

مطبوعاتي اعلامیې د روغتیا خطر د میلیونونو افغانانو لپاره. بیړني عمل ته اړتیا ده!