معلولیت لرونکي خلک

د ۲۰۱۸ میلادی کال په لړ کې؛ د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ۲۳ زړه خلکو ته فیزیو تراپی خدمات او ۱۳ زره تنو ته مصنوعی غړی، ویلچیر او د معلولینو بایسکل د ارتوپیدی خدماتو له لاری ورکړل شوي دي.

 

۱. معلولیت

دیوې ترسره شوې سروې موندنې ښيي، چې په ۲۰۰۵ کال کې د هندیکپ نړېوالې موسسې او افغانستان اسلامي جمهوري دولت لخوا تر سره شوې ده؛ چې  دافغان نفوس ۱۰.۸ په سلو کې دډېرشدید معلولیت سره ژوند کوي، روانې جنګونه او جګړې ددې سبب شوې دي چې دمعلولیت لرونګو وګړو په شمېر کې زیاتوالی راولي. په څلورو کې درې برخې معلولیت لرونکي وګړي په غریبو، لرې اطرافو او نیمه ښاري ځایونو کې ژوند کوي، ددې وګړو ډیری بې کاره، بې سواده، ښوونې اوروزنې، صحي خدمتونو او نورو فرصتونو ته لاسرسی نلري( دمعلولینو ملي سروې، ۲۰۰۵). دکورنیو او په سیمه کې د دولتي مقاماتو منفي رویه، تبعیض، دبیارغونې دامکاناتو نشتون، محدود ظرفیتونه او دنه لاسرسي وړ فزیکي چاپیریال، په ټولنه کې دګډون دفرصتونو نشتون؛ په تعلیمي، روغتیايي او په ټولنه کې ددې خلکو په جذبولو باندې منفي اثرات پرې ايښي دي.

په عین حال کې، که څه هم افغان دولت دمعلولیت لرونکو وګړو په بیارغونه او په ټولنه کې دګډون لپاره قوانین او یو شمېرپالیسۍ  اېجاد کړېدي ولې بیاهم په افغانستان کې دبیارغونې دخدماتو ډیری برخه دغېر دولتي ملي اونړېوالو بنسټونو او دسره صلیب نړېوالې کمېټې لخوا وړاندې کیږي. له دې ډلې دبیارغونې دخدمتونو په برخه کې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه یو له مخکښو بنسټونو څخه شمېرل کیږي.

۲. دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې دمعلولینو دپروګرام په هکله

معلولیت دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې په پروګرامونو کې یو له طرح شویو موضوعاتو څخه ده. دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې معلولین پخپلو پنځو ستراتیژیکو اهدافو کې دمستحقو خلکو په عنوان شامل کړیدي. دپرمختیایي اهدافو دریمه شماره په افغاني ټولنه کې دمعلولیت لرونکو وګړو له بشپړ ګډون څخه ډاډ ورکوي. پدې هدف کې داسې راغلي دي« داسې یوې ټولنې ته رسېدنه چې په هغه کې نارینه اوښځینه معلولیت لرونکي وګړي دنورو ترڅنګ له مساوي حقونو څخه دروغتیا، ښوونې او روزنې، کارپه برخه کې او په عامه ژوند کې دګډون څخه برخمن شي؛ پدې ډول چې دهرډول تاوتریخوالي څخه خوندي وي».

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د معلولینو د بیارغونې برنامې په کورونو، محلونو او هم په کلینیکونو کې پر مخ وړی. او همدارنګه معلولیت لرونکو خلکو ته خدمات د سویدن د کمیټې صحت، د کلیو پراختیا او ښوونې او روزنې برنامو کې هم په پام کې نیول شوی دي.

۳. دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې دمعلولینو پروګرام دټولنې پرمټ دبیارغونې خدمتونه دروغتیا دنړېوال سازمان په اند دبیارغونې په لارو چارو، دفرصتونو په انډول، دفقر کمول او دمعلولیت لرونکو وګړو ګډون په ټولنه کې وړاندې کوي.(دILO  سازمان ،UNESCO او WHO، 2004). دغه پروګرام دپنځو فرعي څانګو ټولنیز ادغام، دروزګار څخه ملاتړ، ټولشموله او ځانګړې ښوونه او روزنه، دفزیکي بیارغونې خدمتونه، دبنسټونو پراختیا تر نومونو لاندې لرونکی دی. دغه پروګرام په کابل کې دمرکزي دفتر دمعلولیت دپورګارم لخوا تنظیم او پلان شویده او په څلورو ساحوي مزارشریف، غزني، تالقان او جلال آباد دفترونو لخوا چې ۱۳ ولایتونه او ۴۵ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې لري تطبیقیږي. هغه فعالیتونه چې ددې برنامې تر عنوان لاندې ترسره کیږي دټولنې او پوهاوي دکچې لوړوالی، په کورکې دفزیوتراپي خدمتونه، کورنۍ زده کړې، دچمتووالي زده کړې، دمعلولیت لرونکو ماشومانو داخلول په عادي ښوونځیو کې، دکسبونو(حرفو) زده کړه، دروزګار پیدا کولو او پور ورکولو څخه ملاتړ، سپورتي او تفریحي کارونه، دمعلولیت لرونکو وګړو یووالی اودټولنې له شرایطو سره اشنایي او دمعولیت لرونکو وګړو دبنسټونو او اتحادیو څخه ملاتړ کول ددوی دحقونو دغوښتلو لپاره؛ په برکې نیسي.

۴. فزیکي بیارغونه

دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه دمعلولیت لرونکو وګړو دښه والي او خوځښت لپاره خپل مخلصانه کوښښونه دفزیکي بیارغونې له طریقه وړاندې کوي. دغه خدمات موږ دفزیوتراپي په ۱۲ مرکزونو او داړمنو خلکو په کورونو کې وړاندې کوو. دخوځښت اوکومکي وسایل دپروتستیک او ارتوتیک په څلورو مرکزونو کې برابریږي.

۵. دبشري سرچینوپرمختیا او پراختیا

دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه په ډېرې سختۍ سره هڅې کوي چې دفزیکي بیارغونې بشري سرچینو ته رسیدګي وکړي.

دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې دهندیکپ نړېوالې موسسې او دافغانستان لپاره دناروې کمېټې سره په کنسرسیوم کې دکورسونو او دیپلوم لپاره پیسې اچولې دي چې دفزیوتراپي، پروتستیک او ارتوتیک په برخو کې داروپا دکمېشنرۍ له طرفه تامینیږي.