Ghazni Regional Management Office

هغه جوړه چې له پروان څخه پکتیکا ولایت ته راغلې

Ghazni Regional Management Office آغلې بي بي زاده اودهغې خاوند محترم محمد یوسف له پروان ولایت څخه پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته راغلي دي او دلته دسویډن کمېټې لخوا جوړ شوي د نجونو په نورانیه ښوونځي کې دښوونکو په توګه دنده اجرا کوي.

دماشوم دزده کړو لپاره روغتیا لازمي آمر دی

Ghazni Regional Management Office دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې دغزني سیمه ایزدفترهرکال ترپوښښ لاندې د پکتیکا او غزني ولایتونوپه ولسوالیو کې د کلیوالي ټولګیو/ښوونځیو؛ زرګونه نويو جذب شويو (جدیدالشمول) زده کوونکو کې دساري ناروغیو، کم لیدلو/اوریدلو معاینات دمسلکي ډاکټرانو لخوا ترسره کوي. ترڅو ددوی دسالمو زده کړو په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي. دسویډن کمېټې دښوونځیو دروغتیايي چارو دلارښود […]

له جګړو ستړی ولس

Ghazni Regional Management Office عالم خان دغزنی ولایت دمرکز دنوغي دسیمې اوسېدونکی دی، قابو ۱۲ تنه دکورنۍ غړي لري او سرپرستي یې کوي. له یوې معلولې ۹ کلنې لور سره یې دسویډن کمېټې دمعلولینو څانګې خدماتو ته مراجعه کړېوه. کله مو چې ددې دمعلولیت دعلت په هکله وپوښت ؛ نو، دژوند کیسه یې خورا دردونکي او ژړونکې وه. دنوموړي […]

هغه ځوان چې دزده کړولپاره یې کور، کلی پرې ایښی

Ghazni Regional Management Office   دا د داسې یوه ځوان کیسه ده چې نا امنیو او معلولیت دې ته اړ کړی خپل کور او کلی پرې ږدي او ددرس ویلو لپاره مسافري پیل کړي، باز محمد چې شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اندړولسوالۍ دغزني ولایت له مرکزسره پر پوله یوه لویه ولسوالۍ ده […]

هغه پلار چې دلورانو زده کړو ته یې کار ویلی

Ghazni Regional Management Office دپکتیکا ولایت مرکز ښرنې اوسیدونکی ښاغلی میاخان چې خپلې لوڼې روزانه ۱۲ کیلو متره په موترسایکل باندې ښوونځي ته بیایي او څو ساعته دښوونځي څخه بهر انتظار ورته کوي ترڅو لورانې یې زده کړې وکړي او دا چاره په عادي بڼه دوام لري. میا خان کاکا وایي: خپله مې زده کړې ندي کړې او ورځ […]

له یوه ټولګي څخه تریوه ښوونځي پورې

Ghazni Regional Management Office کلونه وړاندې دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه ګاومیشک کې دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې لخوا یو کلیوالي ټولګی ایجاد شو، پداسې حال کې چې دزده کړو لپاره یې هیڅ امکانات نه درلودل خو ددې ټولګي ایجادول نوموړې سیمې ته نیکمرغي وروبښله پدې مانا چې یو ټولګی په یوه ښایسته او […]

کوچيان هم له خدماتو بې برخې ندي

Ghazni Regional Management Office دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه خپل خیریه خدمات په بې پرې شکل ؛دهېواد مېشتوقومونو ته وړاندې کوي او آن کوچي قومونه یې هم دخدماتوتر پوښښ لاندې راوستلي دي، سره لدې چې کوچي وګړي په یوځای پاته کېدلوعادت نه ساتي خو دغزني سیمه ییز دفتر دښوونې او روزنې پروژې  دفرصت څخه په استفادې کوچي ماشومانو ته هم […]

دیارو والو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Ghazni Regional Management Office دپکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې دیارو والو په نوم لومړنی ښوونځی دسویډن کمېټې لخوا جوړ اود یولړمراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. پدې مراسمو کې دسویډن کمېټې دمرکزي دفتر نماینده ډاکټر سید محسن هاشمي، دیاد دفتر دجنوب ختیځ زون مشر ښاغلي محمدیوسف جاوېد دپکتیکا مرستیال والي ښاغلي شېربادشاه ارګوني،  په ولسي […]

شاوخوا ۶۰ تنه معلولین به کسبونه زده کړي

Ghazni Regional Management Office دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې لخوا په غزني پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې به ۳۰ تنه ښځینه او ۳۰ تنه نارینه معلولین په ۱۰ ځانګړو ګروپونو کې مختلف ډوله کسبونه زده کړي. ښځینه او نارینه خیاطي، بکسونو جوړول ، چرمه دوزي ، موترسایکلونو جوړول او دموبایلونو جوړول هغه کسبونه دي ، چې داتو میاشتو په […]