هغه ځوان چې دزده کړولپاره یې کور، کلی پرې ایښی
دا د داسې یوه ځوان کیسه ده چې نا امنیو او معلولیت دې ته اړ کړی خپل کور او کلی پرې ږدي او ددرس ویلو لپاره مسافري پیل کړي، باز محمد چې شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اندړولسوالۍ دغزني ولایت له مرکزسره پر پوله یوه لویه ولسوالۍ ده ، چې اکثره وخت پکې دښکېلو اړخونو وسله والې جګړې پکې کیږي او خلک یې په زیاتو ستونزوکې ژوند تېروي.
ښاغلی باز محمد په ماشومتوب کې دسرک غاړې دماین چاودنې له کبله ددواړو پښو له نعمت څخه محروم شویدی؛ یعنې دواړه پښې یې قطع شوېدي، خو دمعلولیت سره سره یې تر شپږم ټولګي پورې په خپل کلي کې زده کړې تر سره کړېدي او له شپږم ټولګي وروسته دې ته مجبور شوی چې دزده کړو لپاره کور کلی پرېږدي او دغزني ولایت مرکز ته ددرسونو ددوام لپاره راشي.
حنیفي وایي: « دزده کړو سره ډېره مینه لرم ، کله به چې ښوونځي ته تلم، په لاره کې به جنګ شو او ما به ځان نشوای ژغورلی، له همدې آمله مجبور شوم چې دکلي ښوونځي پرېږدم او ښار ته مسافرشم، اوس مې دلته پنځه کاله کیږي چې دغزني په ښار کې دیو نانوای سره مزدوري کوم او دوی ماته ډوډۍ او دشپې کولو ځای راکوي»
دزده کړو له برکته دده اوسنۍ دنده داده چې دنانوای دمالي په توګه کار کوي، ځکه که یې ابتدایي زده کړې نه درلودای نو بیا یې دهيڅ کارکولو وړتیا نه درلوده. دی دپلار مشر زوی هم دی پلار یې په کلي کې مزدوري کوي او یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي، خو دزوی مېړانه یې واقعاً دستاینې وړ ده ، ځکه معلول شخص ته مسافري کول خورا ډېره سخته ده.
ښاغلی بازمحمد اوس په یوولسم ټولګي کې زده کړې کوي او خپلې راتلونکې ته خوشبینه دی.
په سویډن کمېټه کې دټولشموله زده کړو کارکوونکی محمد فاضل رووفي وایي: «موږ دبازمحمد ښوونکو ته وخت په وخت روزنې ورکړې دي ، ترڅو له معلولینو سره سمه رویه وکړي اودی موخپله هم زده کړو حاصلولو ته تشویق کړيدی»
بازمحمد وایي: «زه له ټولوداخلي او بهرنیو خیریه ادارو څخه غوښتنه کوم ، چې دافغان معلولینو سره مرسته وکړي ځکه موږ هم غواړو دنورو اشخاصو په څېر ټولنې ته خدمت وکړو. زه خپله له طبابت سره ډېره علاقه لرم او غواړم یوښه ډاکټرجوړ شم او خپلې ټولنې ته خدمت وکړم»
بازمحمد هغه مبارز زلمی دی ، چې له فقر، بې وسي ، جګړو او معلولیت سره یې په کلکه مبارزه کړې او دې سرحد ته یې ځان رسولی او پدې آمید دی چې راتلونکی به یې ترماضي ښه شي.
دباز محمد معلول په څېر داسې ډېر معلولین شته ، چې له ګڼو ننګونو سره سره زده کړې کوي او دهوسا ژوند لپاره هڅې کوي.