دیارو والو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
دپکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې دیارو والو په نوم لومړنی ښوونځی دسویډن کمېټې لخوا جوړ اود یولړمراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پدې مراسمو کې دسویډن کمېټې دمرکزي دفتر نماینده ډاکټر سید محسن هاشمي، دیاد دفتر دجنوب ختیځ زون مشر ښاغلي محمدیوسف جاوېد دپکتیکا مرستیال والي ښاغلي شېربادشاه ارګوني، په ولسي جرګه کې دپکتیکا ولایت استازيو نادر خان کټوازي، ښاغلي خالد اسد او دپکتیکا ولایت دپوهنې رئیس ښاغلي محراب الدین شفق سربېره قومي مشرانو؛ زده کوونکواو خبریالانو ګډون کړی ؤ.په سرکې ښاغلي محمدیوسف جاوېد دښه راغلاست ترڅنګ دسوېډن کمېټې په مخینه او پروګرامونو ګډونوالو ته معلومات ورکړل نوموړي وویل دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه ژمنه ده ؛ چې ترڅو ددې دفتراړتیا وي ترهغې به دلته پاتې کیږي او خدمت به کوي.
مرستیال والي ښاغلي شېربادشاه ارګوني ، ښاغلي نادرخان کټوازي ، ښاغلي محراب الدین شفق او قومي مشرانو دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې له خدماتو څخه مننه وکړه او دلانورې همکارۍ او توجوغوښتنه یې وکړه.
ښاغلي سید محسن هاشمي وویل چې په پکتیکا ولایت کې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې؛ دپوهنې او پرمختیا په برخو کې څو لسیزې کار کړی ، چې تردې مهاله یې په مختلفو ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰ ښوونځيو لپاره اساسي تعمیرونه جوړ کړیدي؛ ترڅو ماشومان په آرامه فضا کې زده کړې پکې وکړي او نن ورځ هم ددې نوي تعمیرشوي ښوونځي دافتتاح شاهدان یو.دیارو والو په نوم دغه ښوونځي باندې شاوخوا ۷.۶ میلیونه افغانۍ مصرف راغلی ، چې شپږدرسي خونې دوه اداري خونې ، کتابخانه ،تشنابونه او داحاطې دېوال ورته ودان شویدي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نجونې ترشپږم ټولګي پکې زده کړې کوي او بیا دپوهنې ریاست ته دنورو زده کړو لپاره معرفي کیږي.
دسوېډن کمېټې په هڅو دا نجونې پداسې مهال کې روزل کیږي ، چې د معلوماتو په اساس په ټول ولایت کې ښځینه داکټره شتون نلري ددې نجونو دوالدینو په وینا لرې نده چې ددې ښوونځي نجونې به لوړې زده کړې وکړي او دخپلې سیمې لپاره به دخدمت وړوګرځي.په پکتیکا ولایت کې ۲۴۴ محلي ټولګي او ۵۱ لومړني ښوونځي؛ دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې لخوا اکمالیږي چې شاوخوا ۶۰۰۰ نجونو او هلکانو ته یې په لرو اطرافو کې دزده کړو زمینه مساعده کړېده.