دماشوم دزده کړو لپاره روغتیا لازمي آمر دی
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې دغزني سیمه ایزدفترهرکال ترپوښښ لاندې د پکتیکا او غزني ولایتونوپه ولسوالیو کې د کلیوالي ټولګیو/ښوونځیو؛ زرګونه نويو جذب شويو (جدیدالشمول) زده کوونکو کې دساري ناروغیو، کم لیدلو/اوریدلو معاینات دمسلکي ډاکټرانو لخوا ترسره کوي. ترڅو ددوی دسالمو زده کړو په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.
دسویډن کمېټې دښوونځیو دروغتیايي چارو دلارښود له مخې، ددې معایناتو څخه موخه داده چې په زده کوونکو کې دهغو ساري ناروغیو تشخیص وکړي کوم چې ددوی په زده کړو مستقیما منفي اغیز کوي.
دښوونې اوروزنې په څانګه کې دښوونځیو دروغتیایي چارو مسؤل ډاکټر روزي محمد په وینا ډیری وختونه په اطرافو کې له داسې زده کوونکو سره مخ شویدی، چې له سؤ تغذي ، ساري ناروغیو او یا هم کم لیدلو/اوریدلو له ستونزې څخه کړېدل خو په وینا یې تر معاینه کولو وروسته یې سمدستي کورنۍ ته خبرتیا او پاملرنې هدایات ورکړل شوېدي، ترڅو د ماشوم روغتیا لپاره لاس په کار شي.
هغه ماشومان چې دکم لیدلو/اورېدلو ستونزه بیا ولري هغوی دټولګي په لومړي کتارکې کښېنول کیږي ترڅو ښه آخذ وکړای شي.
دافغانستان دپوهنې وزارت سره په تفاهم دسويډن کمېټې خپل ټول ښوونځي او کلیوالي ټولګي له څو میاشتو راهیسې په ګروپي شکل فعال کړیدي چې پکې زده کوونکو اوښوونکو ته دکرونا څخه دمخنیوي ټول سهولته په اختیار کې ورکړل شویدي او سربېره پردې تردې مهاله دنویو جذب شویو زده کوونکو له ډلې؛ شاوخوا ۲۵۰۰ زده کوونکونجونو/هلکانو روغتیایي وضعیت کتل شویدی.