Ghazni Regional Management Office

دژمنۍ زده کړو مرکز دسوېډن کمېټې په مرسته جوړشوي ښوونځي کې

Ghazni Regional Management Office دغزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې په مرسته جوړشوي ښوونځي کې دماشومانو دژمنۍ زده کړو مرکز پرانیستل شویدی؛ ترڅو د درې میاشتنۍ زده کړوپه نتیجه کې ماشومان دراتلونکي کال دټولګیو له درسونو سره بلدتیا ترڅنګ علاقه پیدا کړي

دغزني ولایت والي دسوېډن کمېټې دمعلولینو دبیارغونې له مرکزڅخه لیدنه وکړه

Ghazni Regional Management Office دغزني والي ښاغلي وحیدالله کلیمزي، دغزني ولایت دعامې روغتیا رئیس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل دولایتي شورا منشي حمیدالله سروري دسوېډن کمېټې دمعلولینو دفزیکي بیارغونې دمرکز له خدماتو او مراجعینو څخه لیدنه وکړه. ښاغلي وحیدالله کلیمزي دمعلولینو دبیارغونې دمرکزله ټولو عصري امکاناتو او څانګو څخه دلیدنې په ترڅ کې خپله خوښي څرګنده کړه او ددې مرکز دښو […]

۴۵تنه معلول زده کوونکي دځانګړو زده کړو له دورې فارغ شول

Ghazni Regional Management Office د افغانستان لپاره دسویډن کمېټې دمعلولینو دپروګرام لخوا ۴۵ تنه معلول زده کوونکي چې ددریو کلونو زده کړو موده یې بشپړه کړېوه ، په یولړ ځانګړو مراسمو کې دغزني ولایت دپوهنې ریاست په اختیار کې ورکړل شول. دمعلولو زده کوونکو دفراغت پدې مراسمو کې دغزني ولایت دپوهنې ریاست نماینده ، دمعلولینو ریاست نماینده ، داقتصاد […]

هغه ماشوم چې پلار یې په پیدا کېدو خفه ؤ اوس ښوونځي ته ځي

Ghazni Regional Management Office ماشوم عبدالوکیل چې اوس۸ کلن دی دغزني ولایت دمرکز قلعه جوزسیمي په یوه غریبه کورنۍ کې زیږېدلی ، دنوموړي دواړه پښې له ماشومتوبه کږې وې ،خو پلاریې په وخت دسوېډن کمېټې دمعلولینو څانګې ته مراجعه وکړه او دڅو کلونو لپاره یې دده دبیارغونې هڅې وکړې، چې خوشبختانه هڅې یې بېځایه نشوې او دزوی بیارغونه یې […]

معلولو مېرمنو ته کسب ترټولو ښه بدیل دی

Ghazni Regional Management Office معلولې مېرمنې  او نارینه دخپل ژوند دبهبود لپاره  لومړی باید سواد ته مخه کړي او که دتعلیم امکانات ونه لري نو دمعیشت لپاره یې ترټولو ښه بدیل لاسي هنرونه ، دجامو ګنډل او دکسبونو زده کول دي، چې دافغانستان لپاره سوېدن کمېته دمعلولینو پروګرام تل دمعلولینو دژوندانه دبهبود لپاره غم خوري. دا په مقر ولسوالۍ […]

محمد حسین دواړو لاسونو په نه درلودلو سره بیا هم لیکل کولی شي

Ghazni Regional Management Office محمدحسین هرسهار په خپلو ماشومانه اوشوخو حرکاتو دښوونځي بکس آماده کوي او دحیرانتیا خبره لا داده چې د دواړو لاسونو په نه شتون کې بایسیکل هم چلوي او دښوونځي پر لور ځي. لس کلن محمد حسین دغزني ولایت دمرکز کلای شهاده د کلي اوسیدونکی دی، چې په معلولیت سربېره دکلای شهاده په ښونځی کې یې […]