جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر

د افغانستان لپاره سويډن کميټې ۱۶ تنه معلولينو ته د کسبونو زده کړه ورکړه

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام له لورې ۱۶ تنه ښځينه او نارينه معلولينو ته د بيلابيلو کسبونو زده کړه ورکړل شوه او اړين کاري وسايل په واک کې ورکړل شول.

د وینځونکو موادو کار خانه چې د معلولیت لرونکې کسانو لخوا پر مخ وړل کیږي

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په مالي مرسته د افغان معلولينو او زيامنيدونکو ټولنې (ADVS) لخوا ننګرهار کې د لوښو مينځلو، لاس مينځلو او داغ پاکولو مايع توليدونکي فابريکه جوړه شوه. دا فابريکه چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ چينو کلي کې موقعيت لري، د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام په  ۲ . […]

په بهسودو کې به نوئ ښونځئ جوړ شي

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د جلال آباد د بهسودو په سیمه کې د عبدالرحمن په نوم د یوې ښونځئ د رغولو چارې په رسمي توګه پرانیستلې. دغه ښونځئ چې په اتو میاشتو کې به ورغول شي د افغانستان لپاره د سویډن د کمیتې د عمومی بودیجې ټولونې څخه د دغه ښونځئ بودیجه برابروی. […]

ننګرهار کې معلولينو ته د فزيکې بيارغونې مرکز جوړېږي

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر په ننګرهار کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې لخوا د معلولينو لپاره د نوي فزيکي بيارغونې مرکز ودانۍ د بنسټ ډبره په رسمي ډول کيښودل شوه. دغه مرکز چې د ختيځ روغتيايي کمپليکس په احاطه کې جوړيږي، ۳۰ ميليونه افغانۍ مالي لګښت پرې راځي چې د  سويډيش پوسټ کوډ لاټري ډونر لخوا ورکول  کيږي او […]

د میرمنو میاشتینی مریضی یا حیض – په افغانستان کې تحریم شوي موضوع

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر په افغانستان کې د ښځو میاشتینی مریضی یا د حیض په اړه غږیدل هغه موضوع ده چې تحریم ګڼل شوي او د دې په اړه ډیر معلومات شتون نلري. د ښځو میاشتینی مریضي د هغوي د ژوند سره په طبیعی توګه د تړاو په ځايې د شرم په توګه ګڼل کیږي. همدا لامل دې چې […]

د سیمه ایزو دفترونو نویو مشرانو په لومړی ځل سره ولیدل

تالقان سیمه ایز اداري دفتر د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د اداري پرمختیا د پروسی څخه تیره شوه. د اداري پرمختیا پروسي موخه په پریکړو کې د پاموړ ډلو ته نږدي کیدنه وه. دا موخه لاسته راوړلو لپاره دا تر ټولو مهمه وه چې سیمه ایز دفترونه غښتلي شي. اوس هر یوه دفتر ډیر واک لرونکې نوې مشر لري […]

سعید عالم وفايې وايې د سویډن کمیتې د بندي خانې روغتیايې مرکز کې دنده د آزادۍ ستر احساس راکوي او پیسي هم ګټم

جلال آباد سیمه ایز اداري دفتر سعید عالم وفايې د تیرو درې کلونو څخه بې د کوم جرم کولو بند کې شپي او ورځې تیروي. هغه وايې چې زه د لیسي څخه فارغ شوې وم او د پوهنتون لپاره مې د کانکور د ازمویني لپاره چمتووالې نیوه چې ونیول شوم او د دولت ضد وسله والو سره په تړاو تورن شوم. سعید عالم وفايې په زغرده وايې چې هغه به د ورانکارۍ لارهخپله نکړي. په بندیخانه کې هغه خورا ښه رویه لري او د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې لخوا د بندیخانې په روغتیايې مرکز کې په دنده ګمارل شوې دې. دې دندي سره هغه د لازیاتو فرصتونو لکه د هغه د لیدلو لپاره د راغلو خلکو سره د دیدناو ټیلیفون ته لاسرسی لري او د دندې له امله هره میاشت معاش هم اخلي. سعید عالم په بنديخانه کې په ټولو ګران دې. دغه خبره مونږ ته د بندیخانې څخه د لیدني په مهال مونږ سره تلونکي یو پولیس افسر وکړه. په لغمان ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د روغتیايې خدمتونو مسئولیت په غاړه لري. د مهترلام په بندیخانه کې دغه کوچنې روغتیايې مرکز یوه بیلګه ده چې دغلته د څلورو میرمنو په ګډون ۳۲۰ بندیانو ته روغتیايې خدمتونهوړاندي کوي. پدغه روغتیايې مرکز کې یو ډاکټر او د مرستیال په توګه سعید عالم دنده پرمخ وړي. بندیان د روغتیايې خدمتونو لپاره دې روغتیايې مرکز ته راخي. دلته یو بندي پخپل ټول وجود کې د درد احساس کوي. دغه کس دوه ورځي وړاندې د یو بمي برید په تور نیول شوې. هغه وايې چې د امنیتي ځواکونو لخوا ډبل شوې. دلته ډاکټرفریدون یار د هغه معاینه وکړه. د ډاکټر په وینا هغه د کومه روغتیايې ستونزه نلري خو باید د دردونو لپاره باید د درد ارامونکي دارو وکاروي. په دغې بندیخانه کې هغه بندیان چې سخته ناروغي لري د تداوي لپاره د مهترلام عامي روغتیا روغتون ته وړل کیږي. په بندیخانه کې دغه روغتیايې مرکز یواځي لومړني روغتیايې خدمتونه وړاندي کوي. دلته په یوه خونه کې د ناروغانو لپارهدوه کټونه او د اړینو دارو درملو څخه ډک یو صندوق شته دې. فریدون یار مونږ د اړتیالرونکي دارودرملو او نورو شیانو څخه خبر کړلو. د هغه په وینا دلته د اکسیجن او د ذهني ناروغیو د تداوي لپاره د دارو درملو ته اړتیا ده. مونږ سرهیواځي د خپګان یا تشویش ضد او درد ارامونکي دوایاني شته دي. زیاتره بندیان د غاښونو اړوند روغتیايې ستونزي لري خو مونږ ورسره مرسته نشو کولاې. ډاکټر فریدون یار ووئیل مونږ غواړو چې دلته د روغتیايې کارکونکو شمیر زیات کړو. د هغه خبره نورو دوه کارکونکو هم ومنله. خو سید عالم وفا په بندیخانه کې د شته ستونزو هیڅ شکایت نه کوي. پداسي وخت هم نه چې زیات شمیر خلک د هغه څخه په بندیخانه کې د شته ستونزو په اړه اوریدل غواړي. پدغه روغتیايې مرکز کې د دندي په مهال هغه د پیچکاریو اوکوچني ټپونو تداوي زده کړي ده. دا هغه پوهه ده چې په راتلونکي کې د هغه لپاره خورا ارزښتناکه ده. هغه وايې چې زه به پدي خوشاله یم چې زده کړي وکړم او یو ډاکټر او یا نرس شم.