له انحصاره ترخپلواکۍ
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د نواب قادم په کلي کې د ښځو یوه ډله راټولیږي ترڅو یو بل سرهم مرسته وکړي ترڅو اقتصادي خپلواکي ته ورسیږي.
دوی شپږ میرمنې دي چې په ګل لالا (تولیپ) د ځان سره مرستې کوونکې ډلې په ګروپ کې دي. دا په شمال کې د سویډن کمیټې معلولیت په تخنیکي ملاتړ رامنځته شوي دمعلولیت لرونکو وګړو ګروپونه دي.
ددې ګروپ دداخلي قواعدو سره سم ، هره غړې باید په میاشتني اساس د سپما صندوق ته 100 افغانۍ چې (شاوخوا 1.29) ډالر) کیږي وسپاري.
“ددې ګروپ مشرې آغلې شیرین ګل وویل” موږ تر دې دمه ۳۱۰۰۰ زره افغانۍ شاوخوا (۴۵۲$) ډالر سپمولي دي. ددې ډلې دریو واړو غړو هرې یوې لس زره افغانۍ پور ورکړېدي ترڅو له دوی سره مرسته وکړي چې د لوښو مېنځلو مایع په تولید سره خپل کاروبار پیل کړي “
تولید شوي مایعات ډېر ژرپه ښار کې د دوی د لوړ کیفیت دلرلو له امله مشهور شول او همداشان په کلیوالي بازار کې یې غوښتنه مخ په ډیریدو وه. د پیرودونکو غوښتنې ته درسېدو لپاره یاد ګروپ پریکړه وکړه ترڅو خپل سوداګرۍ نوره هم پراخه کړي.
د ګروپ غړې حبیبه وايي. “د سویډن کمیټې د ټولنې پر بنسټ د بیارغونې کارکوونکو (CBRW) په ملاتړ سره ، موږ د سوداګرۍ پلان چمتو کړ او د ګروپي قرضې لپاره مو د ۶۰۰۰۰ شپېته زره افغانیوچې شاوخوا (775 ډالره)کیږي غوښتنه وکړه. خوشبختانه، زموږ غوښتنه ومنل شوه او موږ ته پور راکړل شو. دا مهال د میاشتنۍ اوسط خالصه ګټه ۶۰۰۰ شپږ زره افغانۍ چې شاوخوا (77.52 $ ډالره) کیږي “
په شولګره ولسوالۍ کې دټولنې پرمټ دبیارغونې کارکوونکې آغلې جمیله وایي” دا ګروپ ډېر ښه تنظیم شوی او خپلې میاشتنۍ ناستې په منظم ډول ترسره کوي. دوی نورې میرمنې هم هڅوي چې خپلو محصولاتوته په وده ورکولو سره خپلې سوداګرۍ پیل کړي. دوی ځینې وختونه هغو ته بلنه ورکوي چې د دوی په میاشتنۍ ناستو کې برخه ورسره واخلي. “
د معلولیت لرونکو اشخاصو له ځان سره د مرستې ګروپونه(ډلې) د معلولیت لرونکو وګړو ټولنیز-اقتصادي پیاوړتیا کې حیاتي رول لوبوي. دا مهال د سویډن کمیټې د معلولیت پروګرام د ځان سره د مرستې 64 ګروپونو سره چې ټولټال 634 غړو (278 ښځې او356 نارینه)په درلودلو سره په بلخ ، سمنګان ، جوزجان ، غزنی ، وردګو ، او پکتیکا ولایتونو کې تخنیکي او ظرفیت لوړونې په برخو کې داروپایي اتحادیې په مالي تمویل او دبسیډا (په افغانستان کې معلولیت لرونکواشخاصو لپاره دفعال تابعیت او مساواتو رامنځته کول) په نوم پروژې تر چتر لاندې ملاتړ کوي.