Mazar Regional Management Office

له انحصاره ترخپلواکۍ

Mazar Regional Management Office د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د نواب قادم په کلي کې د ښځو یوه ډله راټولیږي ترڅو یو بل سرهم مرسته وکړي ترڅو اقتصادي خپلواکي ته ورسیږي.

د سویډن نړېواله پرمختیایې اداره په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته ژمنه ده

Mazar Regional Management Office کارین یمتین د سویډن د نړېوالې پرمختیایې ادارې مشرې پرون د ۲۰۲۱ کال د آپرېل په ۲۱ نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې خپل ژمنتیا څرګنډه کړه: ” مونږ په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو “

د سویډن کمېټې جلال اباد کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې لپاره نوې ودانۍ پرانيستله

Mazar Regional Management Office د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د معلولینو فزیکې بیارغونې د مرکز نوې ودانۍ چې د ۶۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوېده، دیو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیسته وکړه.

د معلولیت لرونکو زده کوونکو سره د مرستو هوډمن ښوونکي او زده کوونکي

Mazar Regional Management Office لس کلنه نادیه، د بلخ ولایت د مولا علي ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې، په بلخ ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې د ټول شموله زده کړو او ځانګړو زده کړو پروګرام تر ټولو کوچنۍ ګډون کوونکې ده. دا پروګرام په دې موخه را منځته شوی چې زده کوونکي او ښوونکي د بریل او اشارې ژبې سره آشنا شي چې وکولای شې د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره په ښوونځیو کې مرسته وکړي.

د کویډ 19 د خپریدا په مخنیوی کې د شکریې ونډه

Mazar Regional Management Office په افغانستان کې د کرونا وایرس هر ورځ د پراخیدو په حال کې دی او همدارنګه دغه ساري ناروغي هر اړخیزه مبارزې ته اړتیا لري. 24 کلنه شکریه، د شبرغان ښار د نکرآباد سیمې اوسیدونکې د کلې له فعالو ښځو څخه ده چې د کلې د شورا د مرستیالې په توګه دنده هم تر سره کوي. همدارنګه نوموړي تکړه خیاطه هم ده.

په سمنګان او بلخ ولایتونو کې 26 پروژې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Mazar Regional Management Office د دغې پروژې د پای ته رسیدو وروسته تمه ده چې د اسهالاتو په پیښو په ځانګړې توګه د ماشومانو په اسهالاتو کې د پام وړ ټیټوالۍ راشي. همدارنګه، هیله کیږي چې دا پروژه به د هغو اوسیدونکو د خوندیتوب کچه لوړه کړي چې خپلو کورنیو ته د اوبو په راوړلو بوخت دي. همدارنګه خلک به د څښلو، پخلۍ او حفظ الحصه په برخه کې په کافي اندازه اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د 19 پروژو پرانیست غونډه ترسره شوه

Mazar Regional Management Office د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې پرمختیایې شورا ګانو د هغو 19 پروژو پرانست غونډه کې ګډون وکړ چی لګښت یې په افغانستان کې د سویډن کمیټې له خوا ورکړل شوی و. په دې پروژو کې د اوبو رسولو شبکه، نیمه ژورې څاه ګانې، د سړکونو کانکریټ، د سړکونو جغل اچونه، د وړو پلونو […]

حیض – یوه محرم موضوع او د انجونو د زده کړو لپاره یوه خنډ

Mazar Regional Management Office کله چې انجونې په افغانستان کې د حیض په اړه خبرې اترې کوي، نو پدې صورت کې یوه د بل په غوږ کې پټ غږېږيچې بل څوک یې اورېدلی ونشي. خو اوس د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې لخوا ۷٫۰۰۰ د ښوونځۍ انجونو ته دا وروښودله چې د حیض په وخت کې څه ضروري دي. د دې تر څنګ، دوۍ به په ښوونځیو کې پاکو تشنابونو ته لاسرسی ولري.

جګرې ننګونې جوړوي – خو مونږ ښوونځي نه ترو

Mazar Regional Management Office په هیواد کې د جګړې دوام په افغانستان کې ننګونې جوړوې او په نا امنه سیمو کې د زده کړو په لړۍ کې ستونزې را منځ ته کوي. دا د کیفیت وړ زده کړو د برابرولو لپاره یوه غټه ستونزه بریښي. دغه د کندز ولایت د قلای ذال ولسوالۍ د ګونش په کلې کې ثبوت شوه، چیرته چې د تیرو دوه کلونو راهیسې جګړه دوام لري. نو له همدې امله د دوه کالو په موده کې د ګوناش د کلې ښوونځي درې ځلې له خنډونو سره مخ شوي دي.