د سویډن د کمیټې فعالیتونه په افغانستان کې دوام لري

د افغانستان واک د طالبانو په لاس کې دی او د راتلونکې لپاره ډېر څه نامعلوم دي. د وضعیت سربېره بیا هم د سویډن د کمیټې کارونه دوام لري. موږ د حالاتو سره جوړجاړې کوو خو په ورته ځواک سره کار کوو ځکه دا زمونږ مسوولیت او وظیفه ده. نړۍ باید ملکي وکړې دلاسه ورنکړي.

طالبانو د اوږدې مودې راپدېخوا د هیواد ډیرو کلیوالې سیمې خپل د ولکې لاندې راویستې وې خو اوس یې کابل هم د واک لاندې دی.

د افغانستان ملکي وکړي په نړۍ کې تر ټولو بې وزله او زیان منونکې دي. خلک د څلوېښتو کلونو را پدېخوا د تاوتریخوالې او جګړې سره مخ دي. خو اوس بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی. د خوراکي توکو کمښت سره مخ کېږو، او ملګري ملتونه د پنځه کالو څخه کم عمر لرونکي نیمایي ماشومانو د شدید سؤ تغذیې خبرداری ورکړۍ.

د افغانستان لپاره د سويډن کمیټه اوسمهال د هېواد د ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۷ لسو ولایتونو کې خلکو سره کار کوي. موږ په عمده توګه په کلیوالي سیمو کې کار کوو او اساسا د هغو سره چې خورا زیان منونکي دي لکه ښځې، ماشومان، معلولیت لرونکي خلک او داخلي بې ځایه شوي خلک.

مونږ خپل دروازې نه تړو

مونږخپل پوره زیار کوو چې خپل فعالیتونه روان وساتو. طالبانو د هېواد ډېرې لرې پرتې سیمې د پخوا راهیسې خپل تر واک لاندې ساتلې جګرو له نږدې کلیوالي خلک ډېر ځپلي او زیان من کړي یې دي. مونږ د څلوېښتو کالو راهیسي په افغانستان کې په هرشرایط کې که هغه د شوروی د اشغال وخت و او که د داخلي یا کورنۍ جګرو وخت او یا هم که د طالبانو تېرځلې واکمني وخت و پاتې شوي یو. د جګرو تشدید یا زیاتوالې هیڅلکله هم نشی کولۍ مونږ له خپلې ارادې څخه راواړوي، هغه څه چې مونږ کولۍ شو او زمونږ وظیفه ده چې تر څوپورې د افغانستان خلک د مونږ مرستو ته اړتیا لري پاتې کیږو.

له ۶۰۰۰ زرو څخه ډېرو کارکوونکو سره موږ د خپلو کارکوونکو او زموږ هدف لرونکو ډلو خوندیتوب لپاره جدي مسؤلیت په غاړه لرو نو پدې دلیل کله ناکله چې جګړه روانه وي  او یا هم مونږ د مستقیم خطر سره مخ اوسو په موقتي ډول عملیات بندوو یا دفترونه تړو. مګر هرڅومره ژر چې وضعیت خپل ثبات ترلاسه کوي هومره ژر بېرته دفتر خلاصوو او مونږ دا کار کوو او موږ دا کار کوو پرته لدې چې په شخړه کې کوم ګوند په سیمه ایز ډول واک ولري. موږ په دوامداره توګه د خپلو کارکوونکو او د هغه خلکو چې زمونږ په کارونو کې ښکېل دي او یا ترې ګته پورته کوي لکه ښوونځي ا روغتیایی مرکزونه د هغوی د خوندیتوب  لپاره هڅې کوو.

د طالبانو د نفوذ زیاتوالې

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په هغو سیمو کې چې د دېرو مودو راهیسې د طالبانو د واک لاندې دی فعالیت کوي.

پدې سیمو کې کله کله د طالبانو ځایې چارواکې زمونږ فعالیتونو سره مخالف کوي او ځینې غوښتنې کوي چې مونږته د منلو وړ نه وي. د مثال په توګه که طالبان نجونې د ښوونځیو څخه د تګ څخه را وګرځوي نو مونږ باید تا واضح کړو چې مونږ یوازې هلکانو ته ښوونه ا روزنه نشو برابرولۍ. دا فشار کله د سیمه ایزو خلکو له خوا وي چې په نتیجه کې د نجونو د زده کړو د منلو په شمول د طالبانو له خوا زمونږ د فعالیتونو د منلو سبب ګرځي.

د دوبي عملیاتونو په بهیر کې دواړه طالبان او د افغانستان دولت د سویډن د کمیټې په څېر سازمانونو باندې غږ وکړ چې خپل کار ته دوام ورکړي ځکه دوی ټول پوهیږي چې دا صحې خدمات، ښوونه اوروزنې او نورو تولنیزو خدماتو ته د لاسرسي یوازینۍ لار ده.

ښوونځۍ د هرچا لپاره د نجو په شمول

نږدې ۱۰۰۰۰۰ زره زده کوونکې د سویډن د کمیټې ښوونځیو ته ځي چې د دې جملې څخه نږدې ۶۰ سلنه نجونې دي. حتی د طالبانو رژیم پرمهال، کله چې په ښارونو کې د نجونو ښوونځي وتړل شول، د هیواد په کلیوالو سیمو کې زموږ په ښوونځیو کې په زرګونو نجونو زده کړې کولې.

د نجونو د زده کړې په اړه د طالبانو چلند له ولسوالۍ څخه تر بلې ولسوالۍ پورې توپیر لري، مګر په مرکزي کچه مشرانو ویلي چې اجازه به ورکړل شي. د دې لپاره چې زده کړې دوام ولري خلک یې باید وغواړي. په عمومي توګه طالبان ډېر د غټو نجونو تعلیم کې مداخله کوي. دوی ډېر سخت قوانین او مقررات د نجونو د جامو په اړه وضع کړي دي. دوی په مذهبي مسلو کې د ښوونکي روزنه کنټرولوي او دوی په ښوونځیو کې د نارینه ښوونکو اجازه ورکولو کې محدودیت لري.

حیاتي روغتیایي پاملرنې

هغه څه چې په افغانستان کې د ډیرو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي یوازې د جګرو تاوتریخوالی نه بلکه فقر او ناروغۍ دي. دا یوه حیاتي مسله ده چې روغتیايي خدماتو ته دوام ورکړو حتی که جګړې شدیدې هم وي. د زېږدون مخکې او وروسته پاملرنې نشو ځڼدولۍ. د زېږون د پاملرنې پراختیا په تیرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې د میندو د مړینو کچه تر نیمایې کمه کړې ده. دا پرمختګ باید له پامه ونه غورځول شي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په وردګ ولایت کې د عامه روغتیایې خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري تیرکال مونږ ۱.۷ میلیونه ناروغان راجستر کړي دي. سربېره مونږ د ۲۰۲۰ کال راهیسې په دریو ولایتونو کې کرونا سره د مبارزې مسوولیت درلود.

کلیوالي پراختیا

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه خلکو ته د دې زمینه برابروي تر څو د هغوي ژوند ښه شي. پدې کې د حرفوي زده کړې چمتو کول او د کلي سپما او پور اتحادیې تنظیم کول شامل دي چې کوچني متشبثینو سره مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د سويډن کمیټه د هغو کلیوڅخه ملاتړ کوي چې زموږ سره د اوبو رسولو سیسټمونو او زیرمو پراخولو لپاره کار کوي. دا په لیرې پرتو کلیو کې په زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابروي. موږ د وچکالۍ او د آب و هوا د منفی اغیزو کمولو لپاره زیربناوې هم تقویه کوو. د دې هڅو دوام حیاتي دی ځکه چې افغانستان به د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغیزمن شي. اوس مهال هېواد له سختې وچکالي سره مخ دی چې د کرونا وبا او اقتصادي تاثیرات هم ورسره مل دي چې د فقر د زیاتوالې لامل ګرځېدلۍ. د سره صلیب په وینا: 13 ملیونه خلک چې د هیواد نفوس دریمه برخه جوړوي کافي خواړه نلري.

ځايی شتون

شفافیت او کلک دریځ په ټولنه کې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې د کارونو پر مخ وړولو لپاره خورا مهم بلل کیږي. موږ په دوامداره توګه د کلیو شوراګانو او ځایی مشرانو سره په خبرو کې یو او موږ د ځایی ټولنو خلک ګومارو چیرې چې موږ کار کوو. مونږ په افغانستان کې نږدې ۶۰۰۰ زره کارکوونکي لرو چې ۹۹ سلنه یې افغانان دي.

بی طرفي یا بی پرېتوب

موږ د ملکي وګړو ګټې لپاره شتون لرو. بې پرېټوب زموږ یو له اساسي ارزښتونو څخه دی. د دې اصل څخه اطاعت کول موږ ته دا توان راکړی چې په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره او د بېلابېلو رژیمونو لاندې په افغانستان کې فعالیت وکړو. مونږ به تر هغې پورې په افغانستان کې پاتې کېږو تر څو چې مونږ ته اړتیا وي پرته له دې چې قدرت د چا په واک کې دی.

مونږ ستاسو مرستو ته اړتیا لرو!

د افغانستان لپاره د سويډن د کمیټې کار زمونږ د غړو د ملاتړ په وسیله ممکنه شوې. لکه انفرادای مرسته کوونکي او مالي ملاتړ کوونکي لکه د سویډن نړېوال پراختیایي اداره ( سیډا) رادیو اید، پوسټ کوډ لاتړي او نړېوال بانک.