د سویډن کمېټې جلال اباد کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې لپاره نوې ودانۍ پرانيستله
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د معلولینو فزیکې بیارغونې د مرکز نوې ودانۍ چې د ۶۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوېده، دیو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیسته وکړه.
مراسمو کې د ننګرهار والي ښاغلي ضیاء الحق امرخیل، د عامې روغتیا رئیس، د معلولینو د اتحادیې غړو، د سویډن کمېټې استازو، ځایي غیر دولتي ارګانونو (مؤسساتو) په استازو سربېره دولتي چارواکو ګډون کړی ؤ.
د معلولینو د فزیکې بیارغونې دغه مرکز ۱۸ خونې، درې دهلېزونه لري چې پکې د ارتوپيدي او فیزیوتراپي خدمات دیوه مجهز ورکشاپ له لارې هېوادوالو ته وړاندې کوي.
مراسمو کې د ننګرهار والي، ښاغلي ضياء الحق امرخېل د افغانستان لپاره د سویډن کمېتې د معیاري خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ويل چې یاده کمېټه په ډیرو مهمو برخو کې په ريښتیني ډول افغانانو ته خدمات وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه” د سویډن کمېټه له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسي په هر ډول سختو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ ده. موږ د دې کمېټې له با ارزښته خدمتونو قدردانی کوو. هغه روغتیا پالان او نور کارکوونکي چې دلته د هیوادوالو د خدمت لپاره کار کوي، په واقعیت کې زموږ اتلان دي”
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر مشر له اړوندو ادارو مننه وکړه چې هروخت یې د پروژو په تطبیق کې ورسره همکاري کړېده.
هغه وویل” د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د معلولینو بیارغونې، ښوونې او روزنې، کلیو د پراختیا او روغتیا په برخو کې خدمات وړاندې کوي. زموږ اساسي هدف په بې پري ډول اړمنو افغانانو ته د بشري فعالیتونو وړاندې کول دي.”
له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د معلولینو فزیکي بیارغونې پروګرام کارکوونکو دمعلولیت لرونکو وګړو دبیارغونې په دغه مرکز کې د کېدونکو خدمتونو په تړاو هر اړخیز مالومات د پريزېنټېشن له لارې په نمونوي ډول له ګډونوالو او مسوولینو سره شریک کړل.