هغه پلار چې دلورانو زده کړو ته یې کار ویلی
دپکتیکا ولایت مرکز ښرنې اوسیدونکی ښاغلی میاخان چې خپلې لوڼې روزانه ۱۲ کیلو متره په موترسایکل باندې ښوونځي ته بیایي او څو ساعته دښوونځي څخه بهر انتظار ورته کوي ترڅو لورانې یې زده کړې وکړي او دا چاره په عادي بڼه دوام لري.
میا خان کاکا وایي: خپله مې زده کړې ندي کړې او ورځ مزدوري کوم خو دلورانو زده کړه راته ډېره مهمه ښکاري. ځکه زموږ په سیمه کې ښځینه ډاکټره نشته. نو دا زما لویه هیله ده چې په لورانو دزامنو په څېرلوړې زده کړې وکړم.
ښاغلی میاخان اوسمهال دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې په مرسته جوړشوي نورانیه لومړني ښوونځي ته خپلې لورګانې هره ورځ راولي. چې دا په یوه اطرافي سیمه کې دزده کړو سره دخلکو دمینې لوی ثبوت دی.
دده یوه لورچې روزۍ نومیږي وایي: زه ډیره خوشحاله یم چې زده کړې کوم سږ کال په شپږم ټولګي کې یم ، زما پلار او یا ورور هره ورځ موږپه موترسایکل دې مکتب ته راولي او بیا چې کله رخصت شو بیرته مو کور ته بیایي.
ددې سپین ږیري کاکا درۍ لورانې اوس دنورانیه دنجونو په ښوونځي کې زده کړې کوي؛ دوه یې په شپږم او یوه لور یې په پنځم ټولګي کي دي؛ دده په وینا دا ښوونځی یې دزده کړو لپاره ځکه انتخاب کړی، چې درسونه یې باکیفیته دي.
له نا امنیو او کلتوري محدودیتونو ورهاخوا دهېواد په یوه سرحدي ولایت کې دزده کړو لپاره دخلکو دا ډول لېوالتیا دمثبت تغییر او بدلون لویه نښه ده او همدې نقطې ته دځواب ویلو لپاره دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې دپکتیکا په ولایت کې سلګونه کلیوالي ټولګي او لومړني ښوونځي فعال کړیدي چې دزده کوونکو ډیری برخه کې نجونې تشکیلوي.
داناثو په ذکرشوي نورانیه ښوونځي کې شاوخوا ۲۲۰ تنه نجونې ترشپږم ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي.