د لیلور منځني ښوونځي او د لګان د علمي منابعو مرکز پرانیست غونډه ترسره شوه
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د لیلور منځني ښوونځي او دغه راز د لګان د علمي سرچینو د مرکز وداني جوړه او ګټه اخیستنې ته وړاندې کړه. د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ددغه ښوونځي او د یکاولنګ د لګان سیمي د علمي منابعو د مرکز د ودانۍ د پرانیستې لپاره نیول شوي وو، ددغه ولایت والي او ذیدخله چارواکو او دغه راز د سویډن کمیټې د میدان وردګ سیمه ایز دفتر کارکوونکو پکې ګډون کړی و.
د لیلور منځني ښوونځي وداني د اتو درسي خونو، دوه اداري خونو، دوه زیرمتونه، ۱۰ جوړه تشنابونو، د ۲۸۶متره احاطوي دیوال او درسي میزونو او څوکیو درلودونکی دی. چې ټول لګښت یې د سویډن کمیټې د اریکسن فامیلي د بنسټ له بسپنو څخه د ۱۷ ملیونو افغانیو په شاو خوا کې وړاندې شوي دي. دغه راز د لګان د علمي سرچینو مرکز هم د یاد شوي بنسټ په مالي مرسته د سویډن کمیټې له خوا ودان شوی چې یو د ناستو خونه، یوه د کمپیوټر خونه، یو زیرمتون، یو د لابراتوار خونه لري. د دغو دواړو ودانیو ساختماني چارې په ۲۰۱۸م کې پیل او په ۲۰۱۹م کې پای ته ورسیدې.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت او د افغانستان د ملي سرود په غږولو پیل شوه. غونډې ته د سویډن کمیټې د میدان وردګ دفتر مشر ښاغلي شریفي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: “د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه تل په دې هڅو کې ده چې په افغانستان کې د اړو په تیره د لرې پرتو خلکو لاسنیوی وکړي، ځکه خو یې په تیرو څه باندې ۳۶ کلونو فعالیت کې د افغانستان په هر ګوټ کې د فعالیتونو یوه نمونه ترسترګو کیږي، چې د مشت نمونه خروار په توګه یې د لیلور ښوونځي نمونه یادولی شو.”
ښاغلي شریفي د افغانستان د لرلید، ماموریت او ارزښتونو په هکله هم ګډونوالو ته لنډ معلومات وړاندې کړل ويې ویل: ” د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له ۳۵ کلونو زیات وخت کیږي په هیواد کې اړمنو خلکو ته د روغتیا، ښوونې او روزنې او د کلیوالي پراختیا فعالیتونه ترسره کوي. اوسمهال د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په ۱۴ ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کوي، چې میدان وردګ او بامیان ولایتونه هم پکې شامل دي. ددې تر څنګ د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د میدان وردګ ساحوي دفتر د ښوونې او روزنې، روغتیا او کلیوالي پراختیا درې پروګرامونه په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې پلي کوي”.
د بامیان والي ښاغلي محمد طاهر زهیر وویل: ” د سویډن کمیټې څخه نړۍ مننه چې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولایت کې یې زه د ګڼو حیاتي پروژو ترسره کولو شاهد یم. موږ تیر کال هم په سر کنک کې دې ته ورته د یوه ښکلي ښوونځي د پرانیستو په مراسمو کې ګډون کړی و، دغه راز موږ په زارین کې هم د سویډن کمیټې ښوونځی لرو، او دا دی له ښه بخته نن په لیلور کې د نجونو د ښوونځي په مراسمو کې ګډون کوو. ددې تر څنګ مو د سویډن کمیټې له درنو مشرانو غوښتنه دا ده چې خپلې مرستې نورې هم پراخې کړي، ځکه لا هم زموږ په ولایت کې داسې سیمې شته چې لا هم دغه ډول حیاتي تأسیسات نلري.”