Wardak Regional Management Office

حمزه: ” زه غواړم انجنیر شم!”

Wardak Regional Management Office لس کلن حمزه، چې اوسمهال د کابل په پاس ارغندۍ کلي کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا د کوچیانو لپاره په جوړ شوي کلیوالي ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده کوونکی دی، د خپل روښانه راتلونکي جوړولو فکر او لرلید لري. دی په خپل ټولګي د ممتازو زده کوونکو له ډلې څخه دی، چي په ریاضي او د ژب لوست په مهارتونو کې یې پوښتنو ته بشپړ ځوابونه وویل.

ډاکټر عید محمد ملاخیل: “په کورونا ناروغۍ اخته کیدل د مړینې په معنی نه ده”

Wardak Regional Management Office ډاکټر عید محمد په میدان ښار ولایتي روغتون کې د کورونا (کویډ-۱۹) په ګوښي وارډ کې د ډاکټر په توګه نوی ګمارل شوی دی. دی د خلکو د خدمت کولو جذبه لري. ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې دغه له ننګونو ډکه دنده ومنله، وايي: "ددغې دندې د منلو تر ټولو ستره انګیزه خلکو ته خدمت ترسره کول دي، نور هیڅ هم نه دي او دا په حقیقت کې زما د کوچینوالي یوه هیله وه چې د خلکو خدمت وکړم."

نجیب الله ملکزی؛ هغه ښوونکی چې په ټول تعلیمي کال کې یې یوه ورځ رخصتي هم نه ده کړې

Wardak Regional Management Office استاد نجیب الله ملکزی د میدان وردګو ولایت د تنګي درې د بابوخیلو کلي اوسیدونکی دی، چې ۳۰ کاله عمر لري. ښاغلی ملکزی په خپله تانده ځوانۍ کې د سویډن کمیټې له خوا په بابوخیلو کلي کې د کلیوالي ښوونځي استاد دی. نوموړی په دې هڅو کې وي چې څه ډول کولی شي له خپلو […]

د لیلور منځني ښوونځي او د لګان د علمي منابعو مرکز پرانیست غونډه ترسره شوه

Wardak Regional Management Office د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د لیلور منځني ښوونځي او دغه راز د لګان د علمي سرچینو د مرکز وداني جوړه او ګټه اخیستنې ته وړاندې کړه. د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ددغه ښوونځي او د یکاولنګ د لګان سیمي د علمي منابعو د […]

په میدان وردګ ولایتي روغتون کې د زاهدې ژوند وژغورل شو

Wardak Regional Management Office اته کلنه زاهده، د روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال د ډسمبر په ۲مه نېټه په غزني ولایت کې په خپل کور کې ناروغه شوه. ددې خپلوانو نوموړې یوه شخصي روغتون ته بوتله. خو د هغې روغتیا ښه نه شوه، هغې د شدید نس درد، سر درد او زړه بدوالي احساس کاوه. وروسته هغه بیا په غزني […]

دمور او پلار باور دمعلول اولاد په راتلونکي باندې مثبت اغیز لري.

Wardak Regional Management Office ۲۶ کلن ځوان قاضي سمیع الله چې یوه پښه یې نرۍ او لنډه ده ، دمیدان وردګو ولایت دمرکز میدان ښار اوسېدونکی دی نوموړي ته د سوېډن کمېټې لخوا لومړی کورني تمرینات ورکړل شويدي له هغې وروسته یې خپلو زده کړو ته مخه کړې او له شرعیاتو پوهنځي څخه یې خپل لوړ سند ترلاسه کړی، […]