کوچيان هم له خدماتو بې برخې ندي
دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه خپل خیریه خدمات په بې پرې شکل ؛دهېواد مېشتوقومونو ته وړاندې کوي او آن کوچي قومونه یې هم دخدماتوتر پوښښ لاندې راوستلي دي، سره لدې چې کوچي وګړي په یوځای پاته کېدلوعادت نه ساتي خو دغزني سیمه ییز دفتر دښوونې او روزنې پروژې دفرصت څخه په استفادې کوچي ماشومانو ته هم دزده کړوغوره زمینه مساعده کړېده.
لسګونه ماشومان هره ورځ داوسېدو دکېږدیو ترڅنګ په یوه بله کېږدۍ کې سره راټولیږي او دښوونکو لخوا ورته زده کړې ورکول کیږي دغزني ولایت دمرکز په شاوخوا کې داسې کوچیان اوسیږي ، چې اوړی همدلته او ژمی په بل ګرم ولایت کې تېروي خو داوړي دموسم څخه په استفادې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې ددوی دماشومانو لپاره محلي ټولګي فعال کړیدي او ددوی ماشومان ( نجونې او هلکان) پکې زده کړې کوي.
دکوچیانو دزده کړو دیوه ټولګي ښوونکي ښاغلي آمیرخان وویل “ ددوی ماشومان په ډېره پابندي سره زده کړو ته راځي ، ځکه دټولګیو دشوراګانو غړي پردوی ډېرتاکیدکوي، چې زده کړو ته پخپل حاضرشي ددوی والدین ډېره علاقه لري چې اولادونه یې درسونه ووایي.
دکوچي ماشومانو دزده کړو په یوه ټولګي کې دعایشې په نوم ددوهم ټولګي یوه زده کوونکې وایي، ماته مې مور او پلار هروخت وایي چې ټولګي ته پخپل وخت لاړه شم ؛ زه خپل نوم هم لیکلای شم”
درحمت الله په نوم ددریم ټولګي یوزده کوونکی وایي: زه درس هم وایم او پس له وخته دمېږو رمه هم څروم او دښوونکي لخوا کومه کورنۍ دنده چې ماته راکړل شي هغه دشپې لیکم.
دغزني دسیمه ییز دفترپه کچه دکوچي ماشومانو لپاره ۳۶ ټولګي فعال شويدي، چې ۴۳۴ تنه هلکان او ۶۱۰ تنه نجونې پکې ترشپږم ټولګیو زده کړې کوي.
دا ټولګي دپوهنې ریاست له ښوونځیو سره کلسترشوي دي ، کله چې زده کوونکي دکلیوالي ټولګیو څخه فارغ شي نو بیا نږدې مکتبونو ته ددوی له تعلیمي اسنادو سره یوځای معرفي کیږي، ترڅو راتلونکي زده کړې پکې وکړي دکتاب او قرطاسیې ترڅنګ نور دزده کړو لازمي مواد ددوی په اختیار کې ورکول کیږي، ترڅو له نورو مېشتووګړو سره یوځای دپرمختګ په لور رهي شي.