شاوخوا ۶۰ تنه معلولین به کسبونه زده کړي
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې لخوا په غزني پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې به ۳۰ تنه ښځینه او ۳۰ تنه نارینه معلولین په ۱۰ ځانګړو ګروپونو کې مختلف ډوله کسبونه زده کړي.
ښځینه او نارینه خیاطي، بکسونو جوړول ، چرمه دوزي ، موترسایکلونو جوړول او دموبایلونو جوړول هغه کسبونه دي ، چې داتو میاشتو په موده کې به شامل شویو معلولینو ته وښودل شي.
په هرګروپ کې شپږتنه معلولین زده کړې کوي یو تن فني روزونکی او یو تن دسواد زده کړو ښوونکی هر حرفوي ګروپ لپاره استخدام شویدي، چې مېرمنو ته دښځینه استادانو لخوا زده کړې ورکول کیږي.
دآغلې سجرو په نوم یوتن معلولې مېرمنې چې پښه یې دماین په چاودنه کې قطع شویده وویل:
دخپلې کورنۍ سرپرسته یم ، دماین په چاودنه کې مې خاوند خپل ژوند له لاسه ورکړاو زه پکې په یوه پښه معلوله شوم، خو بیا هم کولای شم دښځینوو جامې وګنډم ځکه معلولیت زما دکسب زده کولو مخنیوی نشي کولای ، زه دسویډن کمېټې څخه مننه کوم ، چې زموږ په څېرمظلومو مېرمنو لپاره یې دلاسي هنرونو دزده کړې زمینه مساعده کړېده.
پدې حرفو کې مصرفېدونکي ټول خام مواد دسویډن کمېټې لخوا ورته اخیستل کیږي، ترڅو په تمرینولو او مصرف کولو سره ددې توانایي پیدا کړي ، چې په هنر برلاسي شي.
دسویډن کمېټې دحرفوي زده کړو ښه والی پدې کې دی ، چې عملاً دکار په ساحه کې په معلولینو کسب زده کوي، دبېلګې په ډول په پکتیکا او غزني ولایتونو کې دې موبایلونو او مرترسایکلونو دترمیمولو کارآموزان یادولی شو ، چې په ښارکې عملاً دیو تن فني کارګرسره دورځې په اوږدو کې زده کړې کوي او روزونکي ته یې یاد دفتر په بدل کې میاشتنی معاش ورکول کیږي.