۴۵تنه معلول زده کوونکي دځانګړو زده کړو له دورې فارغ شول
د افغانستان لپاره دسویډن کمېټې دمعلولینو دپروګرام لخوا ۴۵ تنه معلول زده کوونکي چې ددریو کلونو زده کړو موده یې بشپړه کړېوه ، په یولړ ځانګړو مراسمو کې دغزني ولایت دپوهنې ریاست په اختیار کې ورکړل شول.
دمعلولو زده کوونکو دفراغت پدې مراسمو کې دغزني ولایت دپوهنې ریاست نماینده ، دمعلولینو ریاست نماینده ، داقتصاد ریاست نماینده ، دزده کوونکو والدینو او درسنیو استازو شتون درلود
دمعلولینو دپروګرام منېجر ښاغلي عبدالکریم تائب وویل “نن ورځ موږ دځانګړو تعلیماتو له دورې څخه ۴۵ تنه ذکور او اناث زده کوونکي فارغ کړل او دغزني ولایت دپوهنې ریاست په اختیار کې مو ورکړل، ترڅو خپلوزده کړو ته په عادي ښوونځیو کې دعادي شاګردانو سره یوځای زده کړې پرمخ یوسي”.
دافغانستان لپاره دسویدن کمېټې دپوهنې دپروګرام منېجر ښاغلي سلطان محمد بیا ددوی دکورنیو څخه وغوښتل چې دخپلو معلولو ماشومانو په زده کړه کې درېغ ونکړي او کوښښ وکړي ترڅو پدوی ښې زده کړې تر سره کړي.
دیوتن معلول شاګرد پلار ښاغلي رضا محمد وویل موږ دافغانستان لپاره دسویدن کمېټې څخه منندوی یو چې زموږ داولادونو روزنه یې وکړه او تردې سرحده یې را ورسول چې نور کولای شي دعادي ماشومانو په څېر خپلې زده کړې پرمخ یوسي.
دغه ډله معلول شاګردان دپوهنې وزارت په اختیار کې ورکړل شول چې دسویډن کمېټې سره یې درۍ کلونه دمعلولینو ځانګړې زده کړې بشپړې کړې وې او لدې وروسته به دسویدن کمېټې دپوهنې دپروګرام لخوا ددوی زده کړې ، داستادانو او شاګردانو دلا توجو او همکارۍ په موخه ترې هر وخت څارل کیږي.
دا ماشومان دغزني ولایت په بیلابیلو ښوونځیو کې دوړتیا مطابق په لومړي او دوهم ټولګیو کې جذب شول.
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه غواړي معلول ماشومان دعادي ماشومانو په څېر زده کړو ته ترغیب کړي او دآمادګۍ له یوې بشپړې پروسې له طی کولو وروسته یې په ښوونځيو دټولشموله تعلیماتودڅانګې ترچترلاندې شامل کړي.