هغه ماشوم چې پلار یې په پیدا کېدو خفه ؤ اوس ښوونځي ته ځي
ماشوم عبدالوکیل چې اوس۸ کلن دی دغزني ولایت دمرکز قلعه جوزسیمي په یوه غریبه کورنۍ کې زیږېدلی ، دنوموړي دواړه پښې له ماشومتوبه کږې وې ،خو پلاریې په وخت دسوېډن کمېټې دمعلولینو څانګې ته مراجعه وکړه او دڅو کلونو لپاره یې دده دبیارغونې هڅې وکړې، چې خوشبختانه هڅې یې بېځایه نشوې او دزوی بیارغونه یې دسوېډن کمېټې دمعلولینو دبیارغونې دڅانګې لخوا ترسره شوه.
پلاریې وایي چې کله پیداشوو او دده دپښو حالت مو ولید نو ډېر خفه شووځکه پښې یې کږې وې ، موږ باور نه کاوه چې درملنه یې وشي خو کله مو چې دسوېډن کمېټې دمعلولینو څانګې ته مراجعه وکړه د روغتیايي کارکوونکو لخوا راته اطمینان راکړل شو، چې بیارغونه یې ممکنه ده ، دده دبیارغونې پروسې اته کاله وخت ونیو،ترڅودده پښې بېرته عادي حالت ته راغلې.
تاسو دعبدالوکیل دپښو حالت مشاهده کولای شئ،چې لاډېرکوچنی دی او پښې یې دروغتیاپالانو لخوا پلسترشوې دي او په ځانګړو قالبونوکې نصب شوې دي.
دنوموړي پلار وویل موږداسې هېڅ باور نه کاوه چې عبدالوکیل جان به دیوه سالم ماشوم په څېرژوند وکړي او یا به درس ووایي خو نوموړی سږ کال دقلعه جوزپه ښوونځي کې ددوهم ټولګي زده کوونکی دی.
عبدالوکیل اوس هم کوچنی دی کله چې ښوونځي ته ځي دنورو ټولګیوالو سره یوځای لوبې کوي دنوموړي ښوونکی سید ظفرالله سادات وایي عبدالوکیل دپخوا په نسبت ډېر ښه شوی ، مخکې به ورته اندېښمن وم چې په لار کي یې موټر ونه وهي او یا ونه غورځي خو سږکال ډېر ښه شوی ، حتی د درس په زده کولو کي یې هم ښه والی راغلی ، له څوکیلومتره لرې فاصلې څخه هره ورځ دې ښوونځي ته راځي ، چې دا دسوېډن کمېټې دښو خدماتو څرګندونه کوي.
عبدالوکیل هغه دپخوانۍ ستونزې څخه اوس ژغورل شوی او په خپلو درسونو کې فعاله برخه اخلي .
دا دده دژوند مختلف کلونه دي چې دسوېډن کمېټې دمعلولینو څانګې ته یې مراجعه کړې او دروغتیاپالانو لخوا وخت پروخت دبیارغونې ترپروسې لاندې نیول شویدی.
دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه دمظلومو افغانانو سره هر راز مرستې کوي، چې دنورو برنامو ترڅنګ یې دمعلولیت برنامه دفعالیتونو یوه عمده برخه پرمخ وړي.
لسګونه داسې ماشومان او لویان ښځې او نارینه دغزني ولایت دمعلولینو دبیارغونې مرکز ته دورځې په اوږدو کې مراجعه کوي ، چې دعبدالوکیل په څېر معلولیت لرونکو ماشومانو بیارغونه کلونه کلونه موده په برکې نیسي.