د قابلو نړیواله ورځ نمانځل
د می ۵ مه په نړیواله کچه د قابلو نړیواله ورځ په توګه لمانځل کیږي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هم دا ورځ په نښه کوي او لمانځي ، ترڅو هغه قوي رول چې د قابله ګانو لخوا په افغانستان کې هرکال د زرګونو خلکو په ژغورلو کې لوبوي وستایل شي.
قابلې د روغتیایي خدماتو چمتو کولو کې خورا مهم رول لوبوي. دوی خپل ژوند د میندو او ماشومانو د روغتیا پاملرنې، د ژوند ژغورلو او د روغتیایې مشورو په وړاندې کولو وقف کړی. دوی په منظم ډول، په کلیوالي او ښاري ټولنو کې د میندو او ماشومانو لپاره د جدي روغتیایی پاملرنې لومړۍ او یوازینۍ سرچینه دي.
په افغانستان کې، د ډیری نورو ننګونو ترڅنګ، د میندو د مړینې لوړه کچه هم یوه مسله ده چې باید پاملرنه وشي. له همدې کبله د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په لومړي ځل، په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د ټولنې د قابلو د روزنې پروګرام لومړۍ په کندوز او بیا په وردګو ولایت کې پېل کړ او تر دې دمه یې ۴۰۱ تنه قابلې په کندوز، سرپل، وردګ او لغمان ولایتونو کې روزلي دي. د سویډن د کمیټې له خوا روزل شوي قابلې د هېواد په کچه نږدې لس سلنه اړتیا پوره کړې ده، چې دا په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې په راټیټولو کې ډېره مهمه او اساسي مرسته ګنل کېږي.
د سویډن د کمیټې د ټولنې د قابلو ښوونیز پروګرام ته د کیفیت له نظره هم وده ورکړل شوې چې پدې کې د اتلسو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د درسي پروګرام غزول، په ټولو تجهیزاتو سمبال لابراتوار او د نصاب نوي کول شامل دي.
د نړېوال روغتیا سازمان (WHO) په وېنا، نړۍ تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د نړېوال روغتیا پوښښ ترلاسه کولو او ساتلو په خاطر ۱۸ میلیونه نورو روغتیایې کارکوونکو ته اړتیا لري. د دې صحي کارکوونکو کمښت نږدې ۹ میلیونه قابلې او نرسانې دي. د پرمختګ سره سره ، د قابلو کمښت په افغانستان کې اوس هم یوه ننګونه ده.
د قابلو نړېوال کنفدراسیون، د قابلو د نړېوال ورځ د نمانځلو او پېژندلو رهبري لري. دې کال موضوع دا ده: “د میرمنو سره قابله: لمانځل ، ښودنه ، تحرک کول، متحد کول – همدا اوس زمونږ وخت دی”.
تېر کال دا ورځ د افغانستان لپاره د سویډن د کمېتې ادارو لخوا نمانځل شوې وه، خو سږکال د کوید-۱۹ ویروس له کبله د سویډن کمیټه دا ورځ په رسمی غونډه نشي نمانځلۍ.