ډانیل مدهانی د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې نوی رئیس
ډانیل مدهانی، سر له نن (د دوشنبې ورځ، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د نوامبر اتلسمی نیټې) څخه د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې عمومي رئیس دنده پغاړه واخستله. د سویډن کمیټه په افغانستان کې یو له هغو سترو نادولتي ادارو څخه بلل کیږي چې نږدې ۶۰۰۰ کارکوونکي لري. ډانیل مدهاني په ختیځ او افریقا کې له نورو سویډني نړېوال مرستندویه نا دولتي ادارو سره د سکرتر جنړال په توګه، دنده ترسره کړې ده.
ډانیل مدهانی وایي: په افغانستان کې ننګونه په لرو پرتو سیمو کې یادو ډلو او هغه خلکو ته چې مونږ ورته خدمتونه وړاندې کوو لکه ښځو، ځوانانو، معلولیت لرونکو کسانو او داخلي بیځایه شویو کډوالو ته رسیدل دي. امنیت تر پخوا خراب شوی او په روانه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره زیاته شوی. .
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې څخه مخکې، دانیل مدهاني د سویډو (Swedo) چې د بشري مرستو یوه سویډنۍ موسسه ده او په عراق، کوردستان او سوریه هیوادونو کې کار کوي، سکرتر جنرال وو او تر هغې مخکې د نادولتی پروژو د پلی کولو مشري يې پغاړه درلودله. سربېره پر دې، دانیل د ځوان ساینس پوهانو سویډنۍ اتحادیې سکرتر جنرال وو او همدارنګه د جوها مرستندویه موسسی (JOHA Trust) لپاره چې په تانزانیا کې باربرو جانسن ماډل د انجونو منځني ښوونځي چارې پرمخ وړي، د ملاتړي اتحادیې د غړي په توګه کار کاوه.
ډانیل مدهانی وایی: بشري حقونه لکه د نجونو د پوهنې او روزنې حق راته ارزښت لري. دا د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې یو له ترټولو مهمو کاري ساحو څخه بلل کیږي چې قابو ۱۰۰ زره ماشومان د سویډن د کمېټې ښوونځیو ته ځي چې ډیری یې نجونی دي.
ښاغلی مدهاني د سویډن په کلیوالي سیمو کې لوی شوی دی. په مسلکي توګه هغه یو ښوونکی دی او د ښوونې دنده یې مخکې لدې چې په بشري ساحه کې د هغې لیوالتیا هغو موسسو ته چې د زیانمنونکو خلکو لپاره کارکوي مخ کړي، پیل کړه.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سکرترجنرال وايي: دانیل مدهاني د اسلامي شرایطو په ګډون د جګړې په سیمو کې د نړیوالو هڅو د مشرتابه ښه تجربه لري. زه ډاډ لرم چې هغه کولای شي په افغانستان کې چې د نړۍ یو له تر ټولو زیات خطرناک هیواد انګېرل کېږي زمونږ هغه اوږدمهاله کار ته چې موخه یې د زیانمنونکو وګړو لپاره د وضعیت ښه کول دي، دوام ورکړي.