یو ځای
د دوامداره پرمختګ لپاره ژمن یو

زموږ لرلید دا دی چې افغانستان له بیوزلۍ، تاوتریخوالي او تبعیض څخه خوندي وي.

د افغانستان لپاره د سویدن کمیټه له افغانانو سره تل د رښتیني یووالي په رامنځته کولو تمرکز کوي. د دغه موخې د ترلاسه کولو په پار د افغانستان لپاره د سویدن کمیټه په دوامداره توګه د افغاني ټولنې په هکله د خپلې پوهې د زیاتولو په هڅه کې ده.

زموږ فعالیتونه

زموږ تمرکز

خبرونه او نور مطالب

SCA په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول

خبرونه SCA په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه وځنډول. دا د افغانستان د اسلامي امارت د هغه فرمان له مخې کیږي چې په سویډن کې د قران کریم د نسخو له سوځېدلو وروسته؛ دوی د سویډن هیواد د ټولو فعالیتونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په سویډن کې د نن ورځې د قرانکریم توهین په کلکو ټکو غندي.

مطبوعاتي اعلامیې موږ د دې پیښې له امله خواشیني او خورا غمجن یو چې په سټاکهولم کې د عراق د سفارت مخکې؛ د عراقي نژاد سړي لخوا ترسره شو. د قرآن کریم سپکاوی؛ د اسلام څخه د وېرونې او کرکې وړ یوه کرغېړنه کړنه ده. دا د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوی دی چې دا سپیڅلی متن […]

د افغانستان لپاره دسویډن کمېټه دافغانستان اسلامي امارت له دستور سره سم خپل ځینې فعالیتونه موقتاً دروي.

خبرونه د جولای په ۱۱مه، د افغانستان اسلامي امارت چارواکو «په افغانستان کې د سویډن د ټولو فعالیتونو د ځنډولو» په هکله فرمان صادر کړ، چې په پایله کي یې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ځیني فعالیتونه موقتاً درول شوي دي. دافغانستان لپاره دسویډن کمېټه د افغانانو د ملاتړ په برخه کې په خپلې کړې […]

د افغانستان د فعلي ادارې لخوا د سویډن هېواد د فعالیتونو د ځنډولو په اړه بیانیه

خبرونه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د افغانستان د اوسنۍ ادارې د چارواکو سره د خبرو اترو په لټه کې ده ترڅو روښانه کړي چې آیا د جولای ۱۱مه پرېکړه چې له مخې یې د سویډن هېواد ټول فعالیتونه ځنډېږي، زموږ پر سازمان اغېزه وکړي او که نه. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یو […]

سویډن کمیټه په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پرله پسې تړل کېدل غندي

خبرونه په افغانستان کې د دویم ښوونیز کال لپاره منځني ښوونځي د نجونو له شتون پرته پرانیستل شول.

په افغانستان کې د غیردولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د بندیز د پریکړې په اړه اعلامیه

خبرونه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه (SCA) د هېواد د اوسنی حکومت چارواکو (DFA) د وروستي اعلان چې ښځې به نور په افغانستان کې له ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو (NGOs) سره د کار کولو اجازه نلري، په اړه ژوره اندیښنه لري. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له نورو غیردولتي موسسو سره په […]

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د دوو رغنیزو پروژو پرانیسته وکړه

خبرونه د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د ابادۍ پروژې تر چتر لاندې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسونې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د خطر راټيټولو پروژو پرانیسته وکړه. د پاکو اوبو رسونې پروژه به د سپین غر […]

موږ اقتصادي ملاتړ نه درلود، نو موږ د ځان سره د مرستې ډله جوړه کړه

خبرونه دلته د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې – ۲۰ معلولې ښځې یا هغه د کورنۍ چې غړي یې معلولیت لري؛ سره راټول شوي دي او د ځان سره د مرستې رنا ګروپ رامینځته کړی ترڅو د ټاکلې ورځې لپاره اقتصادي ملاتړ ولري. دغې ډلې په ۲۰۲۰ کال کې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته […]

د سویډن کمیټه د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د قابله ګی رونیز مرکزونه جوړ کړل

خبرونه د ۲۰۲۱  په اګست کې د رژیم بدلون ډیری ننګونې او محدودیتونه، په ځانګړي توګه د روغتیا پاملرنې سکتور کې راوړي دي. له ټولو شتون ننګونو سره د سویډن کمیټه په افغانستان کې خپلو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په پروان، نورستان، سمنګان او پنجشیر ولایتونو کې د قابله […]