سیک ماشومانو ته لومړي ځل لپاره ننګرهار ولایت کې ښوونځۍ جوړ شو
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا په ننګرهار ولایت کې د سیکانو مېشتو کورنیو ماشومانو لپاره چې نږدې ۱۰۰ کورنۍ هلته ژوند کوي؛ لومړي ځل لپاره شپږ ټولګي لرونکې ښوونځۍ جوړشو، مخکی له دې په دې ولایت کې، سیک ماشومان د ځانګړې ښوونځي د نه شتنون لپاره بی تعلیمه پاتې و.
بابا کبیر؛ ښوونځۍ د ننګرهار ولایت د چشمه خانجي سیمه کې څه د پاڅه نهه میلیونه افغانیو په لږښت جوړ شو چې اوس مهال نږدې ۷۰ تنه زده کوونکې په تعلیم بوخت دي چې له هغې جملې څخه ۳۶ تنه زده کوونکې هلکان اوپاتې ۳۰ تنه نورنجونې دي.
محمد طاهر خلیل، په ننګرهار ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې؛ د کلیو پراختیا برنامې کارکوونکۍ وایی ( د بابا کبیر ښوونځي ودانۍ وروسته د ودانولو چارو تکمیلېدو څخه په ۲۰۱۸ میلادې کال کې په بشپړ ډول د ننګرهار ولایت زده کړو ریاست ته وسپارل شو)
د هشت صبح الکتړونیکي ورځپانې ګزارش پر بنسټ دا ښوونځۍ د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومې په ۲۳ مه نېټه په رسمي ټوګه پرانیستل شوه. پدې ورځپانې کې راغلي چې میرویس بلخی د پوهنې وزارت سرپرست هم په پرانیست غونډې کې ګدون درلود او په ننګرهار کې د هغې راتګ دلیل د پوهنې د ستونزو څېړل بلل کېږي.
که څه هم د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پوهنې برنامه په کلو او بانډونو کې د ښوونځیو ودانۍ او د باکیفییته زده کړو زمینه برابروي؛ خو دا لومړي ځل دی چې د سویډن کمېټه په ښار کې یو ښوونځۍ جوړوي.
د سویډن کمېټې د پوهنې برنامې مسئول محمد طاهر عصمت وایی: مونږ د سیک اقلیت خلکو ماشومانو حمایت او په سالم چاپېریال کې هغوی ته د زده کړو د زمینه برابرولو په خاطر د دې ښوونځي په ودانولو پېل وکړ.
د سویډن کمیټه د جلال آباد سیمه ایز دفتر تر پوښښ لاندې په ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو کې تعلیمي خدمات وړاندې کوي چې اوس مهال څه د پاڅه لس زره زده کوونکې د څلور سوه لا زیاتو کلیوالي ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.
Baba Kabir School | Photo courtesy: 8am