د سویډن کمېټې فیزیوتراپي خدمتونه د افغانستان ختیځ کې په مثبتو تمریناتو بدل شوي
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې معلولینو پروګرام له تېرو دوو کلونو راهیسې د کونړ په لریو پرتو سیمو کې نارینه او ښځینه وو ته د فزیوتراپۍ په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي.
د کونړ شیګل ولسوالۍ اوسیدونکي د سویډن کمېټې د فزیوتراپۍ له خدمتونو ډېر راضي دي او په وخت خپل معلول ماشومان په سیمه کې د سویډن کلیوالي روغتیاي مرکز ته وروړي.
د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو په ونیا، چې وړاندې یې د فزیوتراپۍ په تړاو هیڅ مالومات نه درلودل؛ خو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې یې په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې.
هغوی زیاتوي چې وړاندې د فزیوتراپۍ په برخه کې خبرې ورته ټوکې ښکارېدې، خو اوس خپل ماشومان د درملنې لپاره ورته وروړي او نورې کورنۍ هم هڅوي چې خپل ماشومان د درملنې لپار وروړي.
شپږ کلنه سپوږمۍ چې په اته میاشتنۍ کې د سختې تبې له کبله عصبي فلج شوې، وړاندې له زیاتو ستونزو سره مخ وه. هغې خوراک نه شو کولای، ناستي کې یې ستونزه وه او له هر چا به ډارېده. خو کله یې چې د سویدن کمېټې د فزیوتراپۍ خدمتونه تر لاسه کړل، اوس خوراک کولای شي، کښېناستلی شي او هر څوک په سمه توګه پېژني.
د سپوږمۍ مور زیبا وایي: “ د سویډن کمېټې د فزیوتراپي خدمتونو له برکته مې د لور ژوند بدلون وکړ. هغې وړاندې څه نه شول خوړلی. هغه اوس خوراک کولای شي او په ځمکه تللی شي. د سویډن کمېټې فزیوتراپیستان په وخت راځي او سپوږمۍ ته تمرین ورکوي. مونږ د سویډن له کمېټې ډېر زیات خوشاله یوو چې زمونږ معلولو ماشومانو ته دا ډول اغېزمن خدمتونه وړاندې کوي.”
اوسمهال، د دې ولسوالۍ په زیاتو برخو کې؛ کورنۍ خپل معلول ماشومانو د فزیوتراپي خدمتونو نږدې روغتیایي مرکز ته ورمعرفي کوي، په حقیقت کې دا په ډګه کوي چې د دوی د عامه پوهاوی کچه لوړه شوې ده.
لس کلن انیس الحق د کونړ شیګل ولسوالۍ د سنګر کلي اوسېدونکی دی او نړۍ ته معلول راغلی. د کورنۍ د مالومات په اساس، هغه وړاندې له خلکو سره نابلده و، له هر چا به ډارېده او چغې به یې وهلي. په دې سربېره، هغه ناسته نه شوه کولای، خو هغه اوس له خلکو سره کاملاً بلد شوی او هر چېرته ناسته کولای شي.
د انیس الحق پلار حضرت ګل وایي: “ د سویډن کمېټې فزیوتراپیستان انیس الحق ته په باقاعده ډول تمرین ورکوي. زما د زوی حالت د تېرو میاشتو په پرتله بشپړ ډول بدلون موندلی. اوس، مونږ نور کلیوال هم هڅوو چې خپل معلول ماشومان د فزیوتراپي مرکزونو ته د درملنې لپاره راوړي.
سره د دې چې په لرې پرتو سیمو کې د خلکو عامه پوهاوي کچې لوړول ستونزمن کار دی، خو د سویډن کمېټې کارکوونکو د فزیوتراپۍ په ګډون د ټولو برخو خدمتونو په تړاو د عامه خلکو عامه پوهاوي کچه پورته بیولې.
اوسمهال د سویډن کمېټې معلولینو پروګرام ختیځ زون ۱۶ ولسوالیو او دننه په ښارونو کې د مرکزي روغتیایي او کلیوالي روغتیایي مرکزونو له لارې معلولو هیوادوالو ته د فزیوتراپۍ په برخه کې روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کوي.