د کونړ په لرې پرتو سیمو کې د کوچني عمر زده کوونکي ښوونځی
د کونړ په لرې پرتو سیمو کې د کوچني عمر زده کوونکي ښوونځیو ته نه شول تللی، خو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د کلیوالي ښوونځیو په جوړولو دا ستونزه حل کړه
شیګل د کونړ د لرې پرتو ولسوالیو له ډلې ده چې د مرکز اسعداباد شمال لوري ته په ۲۵ کلیومټرۍ کې پرته ده او په غرونو کې رایساره ده. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په یادې ولسوالۍ کې ۱۳ کلیوالي ښوونځي تاسیس کړي چې د ۳۰۰ انجونو په ګډون پکې ۶۵۰ تنه زده کوونکي خپلو هستوګنځایونو ته نږدې زده کړې کوي. په شیګل ولسوالۍ کې ټولټال ۱۳ کلي د سویډن کمېټې د ښووني او روزنې له پروګرامه ګټه پورته کوي.
خونه کڅ د شیګل ولسوالۍ له هغو کلیو څخه و چې وړاندې پکې ماشومانو زده کړو ته لاسرسی نه درلود او دولتی ښوونځی هم ترې لرې واټن کې و. د سویډن کمېټې په ۲۰۱۸ کال کې کلیوالي ښوونځی تاسیس کړ چې اوسمهال پکې ۷۷ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له منځه یې ۴۳ انجونې او ۳۴ نور یې هلکان دی او ښوونځی تر شپږم ټولګي دی.
یوولس کلنه سادیه چې اوسمهال خونه کڅ کلي کې د سویډن کمېټې له لورې جوړ شوي کلیوالي ښوونځي په دویم ټولګې کې زده کړې کوي، د خپل ځان په تړاو کیسه کوي. هغه وایي، څو کاله وړاندې یې ښوونځی د امنیتي تهدیداتو او د زیات واټن د لرې والي له امله پرېښود.
سادیي وویل: زه ځانته اوم او ښوونځی هم زما له کور ډېر لرې و. کله چې زه دویم ټولګي ته ورسېدم، ښوونځی مې پرېښود. زه اوس ډېره خوشاله یم چې بېرته مې ښوونځی پیل کړ. زه غواړم چې په راتلونکې کې ډاکټره جوړه شم او خپل هیواد ته خدمت وکړم.
اوسمهال د زده کوونکو کورنۍ د خپلو ماشومانو راتلونکي ته خوشبینه شوي او خپل زامن او لوڼې پرته له کومې ستونزې او اندېښنې د سویډن کمېټې کلیوالي ښوونځیو ته لیږي.
د خونه کڅ اوسیدونکی خان ولي چې ۴۰ کاله عمر لري، وایي: د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې زمونږ اندېښنې له منځه یوړې. مونږ له سویدن کمېټې هیله لرو چې خپلو حیاتي او ارزښتناکو فعالیتونو ته دلته دوام ورکړي.