د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د بې پولې ډاکټرانو په روغتون حمله په کلکه غندي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په پلازمینه کابل کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون حمله په کلکو ټکو غندنه کوي. راپورونه څرګندوي چې ددې حملې زیاتره قربانیان ښځې، نوي زیږیدلي ماشومان او نرسانې وې.
انډریاس سټیفانسن، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي منشي وايي: “موږ د بې پولې ډاکټرانو په روغتون حمله په کلکو ټکو غندو. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ټولو افغانانو لپاره د روغتیا د حق او د روغتونونو او کلینکونو د حرمت په نظر کې نیولو سره د بې پولې ډاکټرانو(MSF) او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر څنګ په کلکه ولاړه ده.”
د ولسي خلکو او روغتیايي مرکزونو په نښه کول د نړیوال بشري قانون (IHL) څخه روښانه سرغړونه ده چې په جدي توګه اړمنو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې کمښت را منځته کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د جګړې په ټولو اړخونو غږ کوي چې د ولسي وګړو او روغتیايي مرکزونو په نښه کولو څخه لاس واخلي.
ډانیال مډهاني، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي رئیس وايي: “موږ د کابل په دشت برچي سیمه کې د میندوارو ښځو په روغتون حمله په کلکه غندو، چې په هغه کې میندې، نوي زیږیدلي ماشومان او نرسانې په نښه شوي دي. دا حمله په داسې حال کې ترسره کیږي چې د کویډ-۱۹ له وبا څخه هم د خلکو ژوند ته خطر پیښ دی. زه د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له تله خپله غمرازي شریکوم.”
په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه په شخړه کې د ښکېلو بیلابیلو اړخونو له خوا ډیر ځله په نښه شوي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه او نورې نړیوالې غیردولتي مؤسسې په افغانستان کې ددې لپاره کار کوي چې افغانانو ته ډیر اړین خدمتونه وړاندې کړي، ځکه خو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یو ځل بیا په شخړه کې په ښکیلو اړخونو غږ کوي چې نړیوال بشري قوانین رعایت کړي.
عکس له: فرنټیر پوسټ څخه