سعید عالم وفايې وايې د سویډن کمیتې د بندي خانې روغتیايې مرکز کې دنده د آزادۍ ستر احساس راکوي او پیسي هم ګټم
سعید عالم وفايې د تیرو درې کلونو څخه بې د کوم جرم کولو بند کې شپي او ورځې تیروي.
هغه وايې چې زه د لیسي څخه فارغ شوې وم او د پوهنتون لپاره مې د کانکور د ازمویني لپاره چمتووالې نیوه چې ونیول شوم او د دولت ضد وسله والو سره په تړاو تورن شوم. سعید عالم وفايې په زغرده وايې چې هغه به د ورانکارۍ لارهخپله نکړي. په بندیخانه کې هغه خورا ښه رویه لري او د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې لخوا د بندیخانې په روغتیايې مرکز کې په دنده ګمارل شوې دې. دې دندي سره هغه د لازیاتو فرصتونو لکه د هغه د لیدلو لپاره د راغلو خلکو سره د دیدناو ټیلیفون ته لاسرسی لري او د دندې له امله هره میاشت معاش هم اخلي.
سعید عالم په بنديخانه کې په ټولو ګران دې. دغه خبره مونږ ته د بندیخانې څخه د لیدني په مهال مونږ سره تلونکي یو پولیس افسر وکړه.
په لغمان ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د روغتیايې خدمتونو مسئولیت په غاړه لري. د مهترلام په بندیخانه کې دغه کوچنې روغتیايې مرکز یوه بیلګه ده چې دغلته د څلورو میرمنو په ګډون ۳۲۰ بندیانو ته روغتیايې خدمتونهوړاندي کوي. پدغه روغتیايې مرکز کې یو ډاکټر او د مرستیال په توګه سعید عالم دنده پرمخ وړي.
بندیان د روغتیايې خدمتونو لپاره دې روغتیايې مرکز ته راخي. دلته یو بندي پخپل ټول وجود کې د درد احساس کوي. دغه کس دوه ورځي وړاندې د یو بمي برید په تور نیول شوې. هغه وايې چې د امنیتي ځواکونو لخوا ډبل شوې. دلته ډاکټرفریدون یار د هغه معاینه وکړه. د ډاکټر په وینا هغه د کومه روغتیايې ستونزه نلري خو باید د دردونو لپاره باید د درد ارامونکي دارو وکاروي.
په دغې بندیخانه کې هغه بندیان چې سخته ناروغي لري د تداوي لپاره د مهترلام عامي روغتیا روغتون ته وړل کیږي. په بندیخانه کې دغه روغتیايې مرکز یواځي لومړني روغتیايې خدمتونه وړاندي کوي. دلته په یوه خونه کې د ناروغانو لپارهدوه کټونه او د اړینو دارو درملو څخه ډک یو صندوق شته دې. فریدون یار مونږ د اړتیالرونکي دارودرملو او نورو شیانو څخه خبر کړلو. د هغه په وینا دلته د اکسیجن او د ذهني ناروغیو د تداوي لپاره د دارو درملو ته اړتیا ده. مونږ سرهیواځي د خپګان یا تشویش ضد او درد ارامونکي دوایاني شته دي. زیاتره بندیان د غاښونو اړوند روغتیايې ستونزي لري خو مونږ ورسره مرسته نشو کولاې.
ډاکټر فریدون یار ووئیل مونږ غواړو چې دلته د روغتیايې کارکونکو شمیر زیات کړو. د هغه خبره نورو دوه کارکونکو هم ومنله.
خو سید عالم وفا په بندیخانه کې د شته ستونزو هیڅ شکایت نه کوي. پداسي وخت هم نه چې زیات شمیر خلک د هغه څخه په بندیخانه کې د شته ستونزو په اړه اوریدل غواړي. پدغه روغتیايې مرکز کې د دندي په مهال هغه د پیچکاریو اوکوچني ټپونو تداوي زده کړي ده. دا هغه پوهه ده چې په راتلونکي کې د هغه لپاره خورا ارزښتناکه ده.
هغه وايې چې زه به پدي خوشاله یم چې زده کړي وکړم او یو ډاکټر او یا نرس شم.