شولګر ولسوالۍ کې یوه نجلۍ هټیوالي کوي
د اوګلان په کلي کې ماشومان هیڅکله د زرمینې دوکان نه هېروي. د دوی پلارونه خپل د پیسو د ساتلو په خاطر خپل کرتۍ د خوب په وخت کې خپل بالښت لاندې پټوي.
که څه هم کلتوري او فرهنګي ورسته پاتېوالي په افغانستان کې او په تېره په کلیو او لرو پرتو سیموکې د ښځواو نجونو د ژوند پروړاندې ډېر خنډونه جوړ کړي دي، خو بیا هم زیارکښې ښځې د ژوند د هوساینې او د اقتصادي ښه والې په خاطر لاس تر زنې نه دي ناستې.
نری خامه سرک چې د شولګرې ولسوالۍ له عمومې سړک نه بېل شوی، اوګلان کلي خواته تللی، هلته نه یواځې دا چې یوې جلۍ ځانته دوکان جوړ کړی، خپلې هیلې یې هم جوړې کړي دي. د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې چې ۱۱۳ کلي لري زرمینه یواځینۍ هټۍ واله جلۍ ده.
۲۲ کلنه زرمینه د کور مشره لور ده، چې خپلې مور، پلار، ۴ خویندو اودرې ورونو سره ژوند کوي. له ماشومتوبه یې د لوړو زده کړو فکر درلود، خو پر دې باوري نه وه، چې دا هیلې به یې په حقیقت بدلیږي او که نه. ځکه د هغوی په کلې کې ډېری نجونې یواځې تر لیسې دورې پورې زده کړې کوي. او یا هم د ناوړو دودونو پر اساس دېرۍ کورنۍ په کلي کې د نجونو زده کړو ته هومره ارزښت نه ورکوي او دا غوره ګني چې وروسته له منځنۍ یا لیسې دورې نجونې دې واده وکړي. او له بل پلوه د اقتصادي ستونزو له کبله کورنۍ نشي کولی چې د نجونو د لوړو زده کړو خرچه پوره کړي.
خو د اقتصادي او فرهنګي ستونزو سره، سره زرمینه یواځینۍ جلۍ ده، په داسی حال کې چې خلک، د ښځو کار کول شرم بولي، خو هغه تل د یو داسې کار په فکر کې وه، چې د هغه په پیسو وکولای شي خپلې لوړې زده کړې تر سره کړي.
هغه په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له دې چې د سويدن کمېټې، د کلیو او پراختیا پروګرام، له خپل ځان څخه د ملاتړ کوونکو ډلو څخه خبره شوه خپل ځان یې د همدې ډلو نه په یوې ډلې کې شامل کړ. د هغې په وېنا هره اونۍ یې ۵۰ افغانې په صندوق کې اچولې. او وروسته له ډېرو ورځو د یو دوکان د جوړولو په فکر شوه. نو بیا لس زره افغانۍ یې له پس انداز ګروپ څخه پور واخیست تر څو خپل دوکان ته سودا واخلي.
زرمینه وایي:« د هټۍ له جوړولو څخه مې نژدې دوه کاله کیږي، په ډېرو لږو پيسو مې پېل کړ خو اوس مې دکان ۵۰ زره افغانیو نه پورته ارزښت لري. نژدې ۲۵۰ افغانۍ مې ورځینۍ ګټه ده، اوس په سمه توګه د لوړو زده کړو مصرف برابرولی شم».
اوس مهال زرمینه د یو خصوصی پوهنتون( راه سادات) زده کوونکې ده او خپل د دوکان له ګټې نه د تحصیل مصارف پوره کوي. هغه غواړي په راتلونکې کې یو ښه ښوونکي شي او تر څو چې کولی شي دوکانداري به هم کوي.
زرمینې په خوښۍ سره وویل: « د ښار نجونو غوندې پوهنتون ته تلل مې یواځينۍ هیله وه، اوس مې باور هم نه کیږي چې د پوهنتون دوهم کال پیلوم»
« مننه له سويډن کمیټې نه چې زه یې خپلو هيلو ته ورسولم. په همدې ډول لسګونه ښځې په کلي کې د دې فرصت نه خپل د کورنۍ د اقتصاد د لوړوالي په خاطر ګټه اخلي. سربېره پر دې دا د خلکو غلط افکار د ښځو د کار کولو پروراندې بدلوي او هغوی ته دا ښيي چې ښځې او نجونې هم کولی شي خپل کورنۍ او ژوند دښه والې په خاطر ګامونه اوچت کړي»
رقیه د زرمینې مور هم د لور له دې کار څخه خوشحاله ښکاري، هغه وایی: « زرمینه یوازې خپل د زده کړو مصارف نه، د کورنۍ په اقتصاد کې هم خورا مرسته کوي.»
افغانستان لپاره سویډن کمټې د کلیو او پراختیا پروګرام په سمنګان او بلخ ولایتونو کې ۴۰۲ د پس انداز ګروپونه جوړ کړي دي چې په ټوله کې ۶۰۰۴ تنه ( نارینه او ښځینه) غړي لري، چې له دې جملې ۶۲سلنه ښځې دي.