په افغانستان کې د مرستو اغېزمنتوب

د مرستو اغیزمنتوب سروی یوه مشترک څېړنیز او حق غوښتنې پروژه ده چې د افغانستان لپاره د سويډن کمیټې او آکسفم (Oxfam) ادارې له خوا د حق غوښټنې اغېمنې پروسې ملاتړ لپاره د شواهدو پراساس په افغانستان کې د مرستو اغېزمنتوب په خاطر د دېر مهم او کلیدی ژمنیتاو له جملې د افغانستان دولت او نړېوالې ټولنې تر منځ په لاره اچول شوې ده. د دې څېړنې مونډنې به د افغانستان لپاره د سويډن کمیټې د حق غوښتنې هڅې او فعالیتونه، د آکسفم ادارې او د ادارې نورو غړو لکه په افغانستان کې د غیر حکومتي مؤسساتو شبکه ( HGI) ENNA په ملی او نړېوالې سطح لارښودنه او رهبرۍ وکړي.

دغه څېړنه ښيي، په افغانستان کې مرستې ورسونه د فساد، جګړې، مخالف لومړيتوبونه او د تګ راتګ د محدودیتونو له امله ستونزمن کار دی. د دې ستونزو د حل لارې چارې او د مرستو رسولو د ستونزو د حل لارې لا تراوسه د دولت ا ونړېوالې ټولنې په لاس کې دي.

افغانستان ته نړيوالې مرستې کمې شوې دي. له افغانستان سره نړیوالې مرستې له ۵.۶ ميلیارډ امريکايي ډالرو څخه په ۲۰۱۰زېږديز کې ۲.۴ ميليارډ ډالرو ته په ۲۰۱۵زېږديز کې، په نړيوالو کنفرانسونو کې له مالي ژمنتياوو سره سره، راټېټې شوي دي. پر دې سربېره، نړیوالو مرستندویو افغان دولت ته په راتلونکو کلونو کې د مرستو د کمېدو خبره کړې ده. پر دغو ګواښونو سربېره، افغانستان اوس هم نړيوالو مالي مرستو ته اړتیا لري.  

دغه څېړنه ښيي، چې له ۳۰ زیات نړیوال مرستندویان له افغانستان سره مرستې کوي، چې هر یو يې ځان اجنډا او له افغان دولت سره مرستندویه تړونونه لري؛ خو د دغه مرستو اغېزمنه انسجام او هم‌غږي د یوه عام او ګډ ميتود په توګه په پام کې نه دی نیول شوی. خو پر دې سربېره په ځينو برخو او سکټورونو کې مرسته‌کوونکي په ښه توګه هم‌غږي کېدای شي. د دغه همغږۍ یوه برخه د افغان دولت د پياوړي رهبرۍ او هغه اغېزمن سیستمونه، چې د مرستندویو د را جلبولو لپاره جوړ شوي، دولت او پرمختيايي شریکانو له امله ده. پر دې سربېره، د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) او د افغانستان د بېخ‌بنا وجهي صندوق په څېر ميکانیزمونه د همغږۍ سبب شوي، چې د نړیوالو مرستو اغېزمنتوب يې زیاد کړی دی. په عین وخت کې د دولت او مرستندویو ارګانونو ترمنځ یووالی نه دی موجود، داسې چې په ځينو برخو کې د دولت له سیسټمونه نه مني، چې د څو ډلې‌توب رامنځ ته کوي او د پرمختیایي پروژو او د مرستو په اغېزمنتوب باندې ناوړه اغېز کوي.

دا څېړنه ښيي، چې افغانستان په يو مهم وخت او شرایطو کې دی، داسې چې په راتلونکو کلونو کې د مرستو کچه کمېږي. له همدې امله د مرستو اغېزمنتوب باید په لومړيتوب کې وي. د دې کار د تر سره کېدو له‌پاره د فساد سره مبارزه، له څو ډلې‌توب سره مبارزه او افغانانو ته د ډېر مالکیت ورکولو او همغږي ته اړتیا ليدل کېږي.

ملاتړکوونکی د دې پلوي دي، چې باید مالکیت افغانانو ته ورکړل شي؛ خو دوی په دې اند دي، چې افغان دولت لا هم دې کار ته د بشپړ اوږه ورکول جوګه شوی نه دی. دا په داسې حال کې ده، چې دولت ګمان کوي، چې د مالکیت اخیستو ته چمتو دی. له همدې امله د دولت په بشپړ مالکیت اخيستو کې چې څومره ځند راځي د ډېرو غیر اغېزمنو خدمتونو او د افغانانو له پرمختګ څخه د انکار کولو په مانا ده.

دولت، ملاتړکوونکي او مدني ټولنو په افغانستان کې د مرستو د اغېزمنتوب په اړه ځينې سپارښتنې او وړاندیزونه کړي دي.

دغه څېړنه په دې لینک لوستی شئ.