په بهسودو کې به نوئ ښونځئ جوړ شي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د جلال آباد د بهسودو په سیمه کې د عبدالرحمن په نوم د یوې ښونځئ د رغولو چارې په رسمي توګه پرانیستلې. دغه ښونځئ چې په اتو میاشتو کې به ورغول شي د افغانستان لپاره د سویډن د کمیتې د عمومی بودیجې ټولونې څخه د دغه ښونځئ بودیجه برابروی.
د شپږو ټولګیو، یو غټ زیرمتون، دوه اداری دفترونو، پنځه تشنابونو، یوې د پاکو اوبو څاه، او یو د شاوخوا دیوال درلودونکې یو پوړیزه د عبدالرحمن د ښونځئ ودانئ به د ۷.۱ میلیون افغانیو په بیه ورغول شی. د میران ټپو او ګل آباد د کلیو دواړه هلکان او انجونې به د دغې ښونځئ څخه برخمن شی.
د محمدی ګل په نوم یو سیمییز مشر وایي:« مونږ دلته ښونځئ نه لرو زمونږ کوچنیانو به په زمکه کې کار کاوه، د خپلو میندو او پلرونو سره به یې مر سته کوله . دا به په سیمه کې یوازینې ښونځئ وی چې مونږ به یې ولرو. د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې څخه مننه کوو».
د میرزا محمد په نوم یو سیمییز مشر ددې هدف لپاره خپله زمکه ورکړې ده چې ښونځئ پکې ورغول شی. دۍ وایې، د ښونځئ د رغولو د جواز لپاره یې دوه کاله وخت ونیوه چې د ښونې او روزنې د ریاست څخه جواز ترلاسه کړی. ما د همدې هدف لپاره زمکه ورکړه او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه زمونږ لپاره ښونځې رغوی. مونږ د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټي څخه ډیر خوشحاله یو.
د ګل آباد کلۍ ۲۰۰۰ کورنئ لری، کوم چې د ملی پیوستون څلور شورا ګانې لری. هرې شورا ۵۰۰ نفر راجستر کړی دی.
د پرانیستلوپه غونډه کې د پوهنې د ریاست د اداری معاون ښاغلی محمد عیسي، د ختیځ زون د اداری دفتر مشر ښاغلی عبدالاحد سمون، محمد اکرم عبدالرحیمزی، د تعلیمی پروژې مسئول او سیمییزو مشرانو ګډون کړئ وو.