کایسا یوهانسون د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې د بورډ نوې رئیسه ده

یوڅلوېښټ کلنه (۴۱) کایسایوهانسون د مې په ۳۰ مه نېټه، د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې په کلنۍ عمومي غونډه کې د بورډ د نوې مشرې په ټوګه و ټاکل شوه. هغه غواړي چې په سویډن کې د لا ډېرو مرستو جزبولو په خاطر د دادخواهی کارونو ته پراختیا ورکړي او هغې ته د افغانستان ستونزې د پخوا په پرتله لا ډېرې ښکااري.

ولې دې وغوښتل چې د بورډ مشره وټا کل شې؟

ما احساس و کړ چې زما د نفوذ او ګډون لپاره په دې سازمان کې یوه ښه فرصت دی. ما دافغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره په افغانستان کې هم دنده تر سره کړې ده او د کور نه مې هم ځینې مأموریتونه ترسره کړي دي او همدارنګه مې د دې ادارې د غړيتوب په وده او د ژمنتیا په زیاتوالې کې ونډه درلوده.  زه خپل د کار د دوام لپاره دی ته د یو فرصت په سترګه ګورم؛ په خاصه توګه د غړیتوب د پراختیا په برخه کې.  د افغانستان په سختو شرایطو کې د مدیره هیئت رول ډېره ارزښتناکه ده.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یوه داسې اداره ده چې زه  یې په اړه ډېر پوهیږم او ډیر ویاړم ، او زه خوشحاله یمه چې ما په سویډن او افغانستان دواړو کې د دې دفتر په کار ونو کې برخه اخیستې ده.

څنګه مو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره کار پېل کړ؟

په 2013 کې ، ما د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سره په افغانستان کې د مدني ټولنې همغږي کونکي په توګه دنده ترسره کړه او وروسته مې پدې برخه کې ډېر لکچرونه او  وېناګانې مې کړې دي.  د دې ژمنتیا دوام راته په یو طبیعی امر بدله شوې ده.

په راتلونکې کې څه ننګونې ګورئ؟

د افغانستان اوضاع نامعلومه او د وړاندوینې وړ ندی. او له ډېرو وختونو راهیسې او ضاع ههمداسې ده، خو اوس حالات د پخوا په پرتله لا ډېره د وړاندوینې وړ ندی.  دا ډېره یوه لویه ستونزه ده چې مونږ باید پوه شو چې څنګه حرکت وکړو، څنګه مو کارونه مؤثره واقع شي، څنګه مو کارونو ته دوام ورکړو او په ورته وخت کې خپل د کار کوونکو له مصؤنیت څخه ځان ډاډمن کړو.

مونږ د سويډن د ناخالصو ملي عوایدو څخه د مرستو په خاطر یو سلنه هدف هم نشو ټاکلئ نو له همدې کبله مونږ په سویډن کې په سیاسي بحثونو کې د سویډن کمیټې رول او لیدلورې په اړه باید خبرې وکړو. زه هلته خپل د تجربو څخه په ګټه اخیستو وڼډه اخیستلی شمه. زمونږ هڅې د دې ادارې د غړو ډېرولو په خاطر دېرې شوي او دا ډېره مهمه ده چې مدیره هیئت دې د یو استراتیژې په سترګه وګوري.  د ۲۰۲۱ د غړو غورځنګ پروژه نهایې شوې نده اوس د دې وخت را رسیدلی چې عمل وکړو. که مونږ خپل د کارونو په خاطر په سویډن کې د ولس ملاتړ و نلرو په افغانستان کې زمونږ کار له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په اړه غوره شی څه شی دی؟

مونږ د ډېرې مودې لپاره د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ و او هیځ کله مو شا نده ورته کړې او خپل کار ته مو دوام ورکړئ. د دېرې مودې لپاره په یوه فکر او نظر درېدل د ستاینې وړ دی.