کډوال افغانان چې د سویډن د کمیټې لپاره پیسې راټولوي

– کله چې سترګې پټوم او د څو شېبو لپاره د افغانستان په اړه فکر کوم، خپل ځان خپل کلي کې وینم. لوړ غرونه او شنې درې، تازه او ښیرازه هوا، خپله کورنۍ او ملکرو تر څنګ ځان هوسا احساسوم. که څه هم چې زه په دغه پرمختللې ټولنه کې ژوند کوم خو زړه مې همالته خپل هېواد کې پاتې دی. هغه هېواد چې تر دغو هیوادونو سلګونو کاله شاته پاته دی. زه هیله لرم چې افغانستان هم پرمختګ وکړي، خو مونږ په دې پوهیږو چې دا کار وخت ته اړتیا لرۍ. منصور هوفیانی

جولای 6, 2017, by SCA