انځور| بوریی المکوست

دلته کار کول یوه ننګونه ده

د یوه بهرني/بهرنۍ لپاره په افغانستان کې د کارکولو لپاره ډېرې ګټې او ننګونې شته

دا دواړه، ګټې او ننګونې، په افغانستان کې د سويډن کميټې د مرکزي دفتر-کابل- د پلان او راپور ورکونې څانګې مشرې ملوهت شوین بو دووا تجربه کړي دي. ملوهت له ګاونډي هېواد تاجکستان څخه افغانستان ته راغلي ده. نوموړې د هغو ۱۸ بهرنيانو له ډلې څخه یوه ده، چې د افغانستان لپاره د سويډن کميټې له ۵۳۰۰ افغان او بهرنيو کارکونکو سره په ګډه په افغانستان کې کار کوي. ملوهت د بې ثباتۍ او امنيتي ګواښونو په اړه وايي: ”دفتر ته راتګ پر وخت د خطر احساس کوم، ځکه موږ چې دفتر ته راځو پر هغو لارو را تېرېږو، چې ډېرې خطرناکې دي.“ د کابل په څو ولسوالۍ کې، په کوم ځاې کې چې د سويډن کمیټې مرګزي دفتر سرک پای ته رسیږي کابل ښار نه بهر څو بمي حملې وشوې.

هغه زیاتوي: ”کله چې دفتر ته راننوځم، د امنيت په اړه اندېښنې مې هېروم او د هغو ماشومانو او کورنيو په اړه مې فکر کوم، چې موږ ور سره مرستې کوو.“

دا د هغې د افغان همکارانو له برکته دي

ملوهت د خپل کار او همکارانو په اړه د خبرو کولو پرمهال احساساتي کېږي او وايي: ”زه متاثره یم. هغوی له افغانستان څخه بهر ته تلی شي؛ خو هغوی خپل وطن ته ژمن دي او زموږ ټاکلي ګروپونو: ښځې، ماشومانو، معلولینو او نورو آسیب پذیرو ډلو ته لکه کوچيانو، لپاره نه ستړي کېدونکي کار کوي. هره ورځ زه په دې تمه یم، چې د دوی موسکا وګورم. هغوی هره ورځ د یوه پرمختګ هيله را کوي.“

د سیند آ غاړې ته هېواد

په افغانستان کې د هغې د کار پیل د هغې له مامشومتوب څخه پيلېږي، کله چې هغه لا د تاجکستان هېواد په خورونګ سیمه کې اوسېده. د پنځ سیند د هغې ولايت، ګورنو-بدحشان او د افغانستان شمالي ختيځ ډېر پخوانۍ او لرې ولايت، بدخشان، ترمنځ سرحد دی.

ملوهت له ماشومتوبه د افغانستان موسیقي اوري او د افغانستان او د افغانانو د کلتور په اړه د خپل پلار خبرو ته غوږ نيسي، چې په ۱۹۸۰ز کلونو کې يې په افغانستان کې دنده تر سره کوله.

خو دا د هغې او د ورور وېره يې وه، چې د سيند د آ غاړې خلکو په اړه يې وه تر هغې چې دا يې تر دې ځایه راوسته.

هغه وايي: ”زه او ورور مې له پلار سره په موټر کې و، چې له سيند څخه دې غاړې ته را تېرېده. کله چې مو افغانان د سيند آ غاړې ته ولیدل، موږ وډارېدو، چې دا خطرناکه خلک به موږ وويني؛ نو ځکه موږ د موټر په شاته سيټ کې پټ شوو.“

کله چې کور ته راغلل، پلار يې له هغوی سره د سیند آ غاړې خلکو په اړه جدي خبرې وکړې او دا چې بې وزلو ته باید درناوی وکړي.

ملوهت وايي: ”پلار مې موږ ته ویل بې وزله خلکو په اړه ناسمې خبرې و نه کړو. هغه وویل یوازينی توپیر چې زموږ او د هغوی ترمنځ ده هغه دا ده، چې موږ شمتن یو. موږ هر څه لرو او دوی یې لږ لري. ښوونځي نه لري، روغتيايي خدمات او د اغوستو لپاره مناسبې جامې نه لري. پلار مې زما په زړه کې دا احساس واچوه انګېزه یې راکړه. له هغه وروسته د سیند د بلې غاړې ماشومان تل زما په ذهن کې و او دا زما موخه وګرځېده چې زه باید یوه ورځ له هغوی سره مرسته وکړم.]X مې موږ ته ویلته باید درناوی وکړي.ې وکړېي؛ نو ځکه موږ د موټر په شاته سيټ کې پټ شوو.افغانان د سيند آ غاړې ته ولیدل چې په موږ “

یو شان خو ډېر متفاوت

د هغې د مينې او احساساتو ترڅنګ، په نوي افغانستان کې ژوند کول اسان نه دی. ”دا ډېره ستونزمنه ده، کله چې له یوه داسې هېواده راشې، چې ژبه او کلتور يې افغانستان ته ورته وي؛ خو په دې فرق سره چې موږ په خپل هېواد کې ټولنیزې موانع نه لرو. د یوې ښځې په توګه زه، چې څه کار کوم کومه ستونزه نشته؛ خو دلته په افغانستان کې کله چې یوه ښځه له کوره وځي یو نارينه ور سره مل وي.“

د هغې ژمنتیا او د کار ارزښت

”څنګه چې زه په خپل هېواد کې په ازاده توګه ښار ته ځم دلته په افغانستان کې هغسې نشم تلی.“

کله ناکله د امنيتي ګواښ کچه لوړه وي او بهرني کارکوونکي له کار وروسته هم بیرون نه شي وتی. که امنيتي ګواښ د بهرنيو کارکوونکو لپاره لوړ وي، هغوی باید له کوره خپل کارونه پر مخ یوسي.

هغه وايي: ”د امنيتي ستونزو له امله زه سږ کال ځينې ورځې په کور کې پاتې شوم.“ نوموړې زياتوي: ”کله چې مو په کابل کې د کارکوونکو د کور په انګړ کې سره وکتل، له ۱۸ ساعتونو وروسته لا هم په کابل کې د يوې بلې مرستندويې موسسې د یوه کارکوونکي د ناکامه برمته‌کولو په خاطر ګرځبندیز و.“

د وزګارۍ وخت له محدوديتونو سره

”یقیناً، زما ژوند يې محدود کړی دی؛ خو له یو داسې موسسې سره کار کول، چې د ډېرو انسانانو په ژوند کې بدلون راولي په دې محدوديت ارزي. دا یوه ښه او رضایت بخشه تجربه ده؛ خو له کوره بېرون د ټولنیز ژوند نه درلودل او ازاد نه ګرځېدل یو څه روحي فشار لري. له نېکه مرغه د افغانستان لپاره د سويډن کميټې د برمته کېدو کومه پېښه نه لري؛ خو د ځان د لا خونديتوب لپاره موږ، بهرنیان، ډېر کم ښار ته وځو. زه له خپل افغان موټر‌چلوونکي سره د سودا اخيستو لپاره تلی شم؛ خو شخصي هوټلونو ته په محلفونو کې د برخه اخيستو لپاره نشم تلی. لیکن زه خپل افغان او بهرني ملګري خپل کور ته دعوت کولۍ شم.“

په هغه ځای کې چې دوی اوسېږي، د کارکوونکو د لنډ مهاله اوسېدو لپاره یو شمېر ودانۍ او اتاقونه شته. په دېوالونو چاپېرې يوې وړې سيمې کې چمن، بڼ او د اوسېدو لپاره فرنیچر شته.

”موږ یو ښه ټيم یو. یوه ښه کورنۍ. موږ ځينې فعاليتونه پلانوو، لکه د موسيقۍ غونډې، چې پکې افغانۍ موسيقۍ غږوو. د فلم کتلو لپاره یو اتاق هم لرو. موږ د ملي ورځنو نمانځ‌غونډې هم نيسو، ځکه دلته د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي کار کوي.“

د افغانستان د رسمي ژبې د دري د زده‌ کړې یو کورس هم شته. د ورځني کار ترڅنګ هغوی په اوونۍ کې یو ځل د سهار ډوډۍ یو ځای خوري.

یو بهرنۍ په افغانستان کې

ملوهت افغاني جامې اغوندې؛ خو افغانان يې بیا هم پېژني، چې هغه بهرنۍ ده.

د ځينو ځانګړو بهرنیانو پر وړاندې د ډېریو افغانانو چال چلند منفي دی؛ خو که هغوی پوه شي، چې تاسو تاجک یا سويډنی/سويډنۍ یاست د منفي چال چلند پر ځای يې چلند ډېر مثبت شي.

د امنيتي دلایلو په خاطر بهرنيان خپل خپلوان په افغانستان کې نه شي ليدی او دا دوی ته یوه ستونزه ده، ځکه ملوهت ۱۳ کلنه لور لري، چې په تاجکستان کې اوسېږي.

”زه لویه کورنۍ لرم او هغوی زما د لور ساتنه او پالنه کوي. کله چې زه به رخصتۍ کور ته ځم ډېر وخت مې له هغې سره تېروم. زه دوه میاشتې کار کوم او بیا دوه اوونۍ رخصتي کوم.“

یو له هغه دلایلو څخه چې کورنۍ نه شي راتلی پریشانی د ځینو منفی تصوراتو په اړه دی

”هغوی [د کورنۍ غړې مو] د افغانستان په اړه د ناسمو حالاتو او شرایطو تصویر کوي. کله چې ما خپل عکسونه ور ښکاره کړل، هغوی حیران شول. زه هیله لرم، چې حداقل ځينې خپل خپلوان مې افغانستان ته راتلای شوای، له نږدې يې لیدلي وای، چې موږ په ښه وضعیت کې يې، دلته مو ژوند خوندي دی او امنيت مو تامين دی. دا سوریه نه ده.“

مخکې له دې، چې ملوهت په افغانستان کې خپل کار پیل کړي، چې خپله له افغانستان څخه منفي ذهنیت درلود. د هغې دغه منفي ذهنیت په ۲۰۰۵زېږديز کې، کله چې هغې په بدخشان او کابل ولایتونو کې له آغاخان بنسټ سره کار پیل کړ، بدل شو. هغه به ۲۰۱۲ز کې بېرته افغانستان ته راغله په کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت کې د نړیوال بانک په يوې پروژې کې د سلاکارې په توګه خپله دنده پیل کړه.

”زه په دې پوه شوم، چې افغانستان باید څومره قرباني ورکړي او زه د یوې بهرنۍ په څېر ځان نه حس کوم. زموږ کلتورونه ډېر سره ورته والی لري. دلته خلک ډېر ځورېدلي دي؛ خو بیا هم زړونه يې ډېر ښه او پاک دي. دوی د پرمختګ په لور روان دي او د خپلو ماشومانو پر راتلونکي باور لري. په افغانستان کې د ټولو تاوتريخوالي سربېره، په ټولنیزې کچې افغانان د یو بل خیال ساتي. موږ باید د دې وطن د ښه نیت سفیران اوسو.“

ملوهت په کابل کې له خپلو افغان همکارانو سره د کار‌کولو دوه اړخونه ستايي.

هغوی بهرنيانو او ښځو ته ډېر درناوی کول. له همدې امله هغوی ما ته دوه برابره درناوۍ کول. هغوی د خلکو خیال ساتي. مېلمه‌ پالنه د هغوی د کلتور یوه برخه ده. یوه ورځ زه ناروغه وم، یوه افغان همکار مې را ته زنګ ووهه او زما پوښتنه يې وکړه. بیا يې موټر راپسې راوست او زه يې ډاکتر ته یووړم.

ملوهت، د افغانستان لپاره د سويډن کميته یوه بې سارې ارګان بولي، ځکه په افغانستان کې بله داسې کومه موسسه نشته چې په ۱۵ ولایتونو کې دې فعالیت ولري.

”خلک پر موږ باور لري. موږ باید نورو موسسو ته ور زده کړو، چې څنګه په ښه توګه له هغو خلکو سره مرسته وکړي، چې ډېرو مرسته ته اړتیا لري. موږ [د افغانستان لپاره د سويډن کميټه] بې طرفه او غیر سياسي یو او پر انسانیت او بشري حقوقو باور لرو. “

لیکن، ملوهت فکر کوي، چې د افغانستان لپاره د سويډن کميته یوه د ضعف ټکی هم لري.

”موږ د خپلو کارونو په اړه تبلیغات نه کوو. د افغانستان لپاره د سويډن کميټه باید د خپلو کارونو په اړه یو څه نېغې خبرې وکړي او نورو موسسو ته ور زده کړي، چې څنګه هغه کارونه په ښه توګه تر سره کړي، چې موږ تر سره کړي دي.“