د سپینې اعصا نړېواله ورځ او اساسي حقوقوته د نالیدونکي نه لاسرسي

د سپینې اعصا نړېواله ورځ په افغانستان کې هم پدې برخه کې د ځینو فعالو ادارو لخوا لمانځل کیږي. ځکه نالیدونکي نجونې، هلکان، ښځې او سړیان لا اوس هم په افغانستان کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې خپل د حقونو په لاسته راوړنه کې مخامخ دي. د افغانستان لپاره د سویدن کمیټه د دې نړېوالې ورځ څخه د لمانځلو په موخه د هغوی ستونزې حل کول او اساسی حقونو تامینول غوره بولي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یو له هغو غیر دولتي ادارو څخه ګنل کیږي چې له دېرشو کلونو را پدېخوا د معلولیت لرونکو وګړو او په لېدو کې د ستونزه لرونکو وګړو د اساسي حقونو د لاسته ړاوړنې په خاطر د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې فعالیت لري. اوس مهال ۱۷۴ په لیدوکې ستونزه لرونکي ماشومان د نجونو او هلکانو په شمول په ۲۱۷ د چمتوالې د زده کړو په مرکزونواو د کورنۍ زده کړې خدماتو له لارې په ښوونه او روزنه بوخت دي، چې د ۲۰۱۰ میلادي کال را پدیخوا ۳۳۰ نالیدونکي ماشومان د یاد شوي مرکزونو څخه فارغ شوي او د سویډن د کمیټې د ښوونې او روزنې برنامې له لارې په عادي ښوونځیو کې شامل شوي دي.

په افغانستان کې د سویډن د کمیټې د معلولیت لرونکو وګړو د بیارغونې برنامې چارواکي: د هیواد په نصاب کې د برېل خدماتو نشتون، د نالیدونکي لپاره د مسلکي ښوونکو نشتون، د ښوونځیو ادارو لخوا د نالیدونکي نه منل، په ټولنه کې د دوی سره ناسم چلند، سرچینو ته نه لاسرسي او دندې ته نه لاسرسي په افغانستان کې د نالیدونکي یوه له اصلي ستونزو څخه شمېرلي دي. په داسې حال کې چې د افغانستان د اساسی قانون د ۴۸، ۴۳ مې او ۵۲ مې مادو له مخې نالیدونکي وګړي په ټولنه کې د نورو په شان د ښوونې او روزنې، کار، روغتیایي خدمات او خپلو ټولو حقونو ته د لاسرسي حق لري.

کمیته سویدن برای افغانستان با تجارب وسیع که در راستای ارائه خدمات برای افراد دارای معلولیت بخصوص نابینایان دارد به این باور است که فعالیت های ادارات دولتی و غیر دولتی دراستای تأمین حقوق اساسی نابینایان بسنده نمی باشد و باید بخاطر حل مشکلات آنها بیشتر تلاش ها صورت گیرد.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه معلولیت لرونکو وګړو او په ځانګړې دول نالیدونکو په برخه کې د خدماتو په وړاندې کولو او پراخې تجربې له مخې پدې خبره ټینګار کوي چې د نالیدونکي وګړو په برخه کې د موجوده فعاله دولتي او غیردولتي ادارو فعالیت کافی نه بلل ګیږي او باید په لیدو کې د ستونزه لرونکو وګړو د اساسي حقونو د تضمینولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره لا نور هم هڅې وشي.