د ماشومانو ځانګړې پاملرنې برخه
د نوې زېږېدلې ماشومانو د ځانګړې پاملرنې برخه، په میدان ښار ولایتی روغتون یوه له مهمو برخو څخه ده، پدې برخه کې هر ماشوم وروسته له زېږون څخه راوړل کیږې، ترڅو کورنۍ یې د هغې له روغتیا څخه ډاډمنه شي. ځینې ماشومان ورسته له زیږون څخه شېدې نشی رودلئ او یا هم د بدن حرارت یې نورمال نه وي بیا نو په همدې ځانګړې پاملرنې برخې کې له پنځو نه تر یوې اونۍ پورې ساتل کیږي، خو په ځینې ځانګړو حالاتو کې بیا تر نږدې ورځ میاشت هم ساتل کیږي.
ډاکتر محمد آصف نجیب، د میدان ښار د ولایتی روغتون د اطفالو متخصص وایی: ) هر ماشوم پس له ولادت څخه دلته راوړل کیږي تر څو یو ځل کتل شي او د هغې د روغتیا څخه ځان ډاډه کړو، که ماشوم روغ و څه ستونزه یې نه درلوده بېرته یې کورنۍ ته لیږو او که ناروغ و بیا یې همدلته بستر و که چېرته د ماشوم وزن یونیم زره ګرامه څخه لږ و بیا یې ساتو.
د ډاکتر نجیب په وېنا دلته ډېرۍ وخت هغه ماشومان راوړل کیږي چي هغوی په کور کې زېږېدل شوي وي ځکه د رېږېدلو په وخت کې حفظالصحه نه وي په پام کې نیول شوي، او وینه یې مکروبي شوې وي خو هغه ماشومان چې د دې روغتون نسایې برخې کې نړۍ ته راځي نو دې ستونزو سره نه مخامخ کیږي.