د لغمان په ولایت کې د سویډن د کمېټې کلینیکونه او دفتر بیا پرانیستل شو
خانم مدلین یوفورس، رئیس عمومی کمیته سویدن برای افغانستان میگوید: «بسیار خوشحال هستم از اینکه دفتر صحی و تمامی کلینیک های کمیته سویدن که در ولایت لغمان مسدود گردیده بود، دوباره به فعالیت آغاز نموده اند. ارائه خدمات صحی برای همه از جمله مأموریت های کمیته سویدن است؛ و حالا میتوانیم به انجام این مأموریت خویش ادامه دهیم.»
مدلین جوفرس په افغانستان کې د سویډن کمېټې رئیسه وايي: «زه ډېره خوشاله یم چې د لغمان په ولایت کې د تړل شوو کلینیکونو او د سویډن د کمېټې د روغتیا برخې مدیریتی دفتر د بیا پرانیستلو اعلان کوم. په لغمان ولایت کی د سویډن د کميټې ماموریت ټولو ته د باکیفیته روغتیايي خدماتو وړاندې کول دی چه اوس موږ یو ځل بیا کولای شو تر څو خپل ماموریت تر سره کړو.»
د هر اړخیزو او جدی خبرو څخه وروسته چه د ټولنی سره ترسره شو، اړونده ادارو ته مو په الفاظو او عمل کی وښوده چه ټولوته صرف نظر لدی نه چه ملکیان دی او که جنګیالی په یو دول روغیتیايی خدمات وړندی کوو، تهدیدونه متوقف شول. د دې ترڅنګ سیمه ییزو مشرانو د یوه لیک په وړاندې کولو سره د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د دوامداره روغتیايي خدمتونو د ساتنې ژمنه هم کړې ده.
جوفرس وايي «د دفتر او کلینیکونو په بیا پرانیستلو کې له سیمه ییزو ټولنو او د روغتیايي مسؤلینو له رغنده هڅو ستاینه او مننه کوم. ګټونکی د لغمان خلک دي چې یو ځل بیا روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کوي.»
د وسله والو مخالفینو د پرلپسې ګواښوونو له امله، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په جون ۲۰۱۷ کال کې مجبوره شوه چې لومړی څو کلینیکونه او بیا د روغتیا برخې مدیریتی دفتر هم وتړي. خو د سویدن کمیته د افغانستان دپاره یو ځل بیا خوښ دی چې روغتیايي خدمتونه بېرته عادي حالت ته را ګرځي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په لغمان ولایت کې د ولایتي دفتر له لارې په مهترلام کې ولایتی روغتون او په ټولو ولسوالیو کې ۵۴ روغتیايې کلینکونه اداره کوي. په دغه روغتیايې کلینکونو او روغتون کې ۴۶۰۰۰۰ خلک روغتیايې خدمتونه ترلاسه کوي.هېره دې نه وي چې په نژدې راتلونکي کې به د کلینیکونو دا شمېره ۶۲ ته ورسېږي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یوه بې طرفه پرمختیایي اداره ده چې د انساني اصولو سره سم د افغانستان د خلکو لپاره له تیرو ۳۵ کلونو را هسې کار کوي. ۷۰۰۰۰ کوچنیان د سویډن کمیټې لخوا جوړ شوو ښوونځيو کې زده کړي کوي او هر کال له دوه میلیونو زیات افغانان د سویډن کمیټې په روغتیايې کلینیکونو او روغتونونو کې روغتیايې خدمتونه ترلاسه کوي.