د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د بې وسلو وګړو، مرسته رسوونکو او د آسانتیاوو مرکزونو د خوندیتوب غوښتنه کوي

د یوې مطبوعاتي اعلامیې تر خپرولو وروسته، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې نن د چنګاښ ۲۷مه د یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د افغانانو لپاره د بشري او پراختیايي مرستو د همغږۍ ادارې (اکبر مؤسسې) په دفتر کې یې ترسره کړ، د جنګ په ټولو ښکېلو اړخونو یې غږ وکړ او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د بشر دوستۍ نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او ددغه قوانینو د تر پښو لاندې کولو بهیر ودروي. 

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د بې وسلو وګړو په ځانګړې توګه د خپلو روغتیايي کارکوونکو او مرکزونو په وړاندې د ترسره کیدونکو تاوتریخوالو په هکله ژوره خواشیني څرګندوي. د جولای میاشتې د ۸-۹ نیټې تر منځ شپه کې د دولتي ځواکونو له خوا په یوه روغتیايي مرکز حمله شوې ده چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او یو تن یې بې درکه شوی دی، د دغو څلورو تنو وژل شوو څخه دوه تنه د سویډن کمیټې کارکوونکي او دوه تنه نور د کلنیک مراجعین وو.

ډاکټر احمد خالد فهیم، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د پروګرامونو رئیس په دغه کنفرانس کې وویل: "موږ دغه یرغل غندو او له دولت څخه غواړو چې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه و اروزوي او ترې غواړو چې د خپلو ارزونو او تحقیقاتو پایلې له افغانانو سره شریکې کړي او د پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري."

دغه راز د دولت وسله والو مخالفانو د دغه یرغل په غبرګون کې، د سویډن کمیټې د ۷۷ روغتیايي کلینکونو څخه ۴۲ د دوی تر واک لاندې په شپږو ولسوالیو کې تړلي دي او لامل یې په دغو عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو ګډون او د سویډن کمیټې د غبرګون نه څرګندول ښودلي دي. په دې هکله ډاکټر احمد خالد فهیم زیاتوي: "موږ تل خپل غږ پورته کړی او د ښکېلو اړخونو له خوا دغه ډول حملې مو غندلي دي. موږ د دولت له مخالفانو څخه غواړو چې دغو کلینکونو ته د کار اجازه ورکړي ځکه د دغه کار زیان په اصل کې د میدان وردګ ولایت خلکو ته ور اوړي."

د ۲۰۱۹م کال په بهیر کې، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ۱۷ پېښې ثبت کړي دي چې کلینکونه او ښوونځي پکې د تاوتریخوالو نښه ګرځیدلي، چې زیاتره دغه تاوتریخوالي د وسله واله مخالفانو د حملو، د افغان امنیتي ځواکونو د حملو او یا هم د دغو دواړو لورو تر منځ د متقابلو ډزو په نتیجه کې ترسره شوي دي.