د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د خپلو فعالیتونو په تړاو خپلې عملي بېلګې د ننګرهار پوهنتون څېړنیز کلکسیون ګډونوالو ته وړاندې کړې
د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر مسوولینو له لوري د ښوونې او روزنې، معلولینو او د کلیو او پراختیا په برخه کې د تر سره شویو فعالیتونو عملي بېلګې ننګرهار پوهنتون کې څیړنیز کلکسیون ګډونوالو ته وښودل شوې او هم د دې کمېټې د لیدلوري او ماموریت په تړاو لا زیات مالومات شریک شول.
دا څېړنیز کلکسیون چې د ننګرهار پوهنتون په نوښت جوړ شوی و، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هم د هغو ادارو له ډلې وه چې ورته وربلل شوې وه او خپل توکي یې نندارې ته وړاندې کړل.
د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښوونځیو جوړولو او په لرې پرتو سیمو کې د روانو تعلیمي پروګرامونو په تړاو مالومات او عملي بېلګې وښودل شوي. د معلولینو پروګرام په برخه کې معلولینو لپاره ویلچري او جوړ شوي مصنوعي غړي ګډونوالو ته وښودل شول او معلولینو ته د ورکړې د بهیر په تړاو هم مالومات شریک شول.
د کلیو او پراختیا په برخه کې د هغه رغنیزو ودانیو او پلونو بېلګې په انځورونو کې وړاندې شوې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په لرې پرتو سیمو کې له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلي.