د بیرته راستنیدونکو کډوالو د ماشومانو لپاره د چټکو زده کړو ټولګي
انځور کې چې تاسی کومه زده کوونکي ګورئ دا مسلمه نومیږي او د بهسودو په ملک بیله اولسوالۍ کې د شهید عبدالجبار ابتداییه ښوونځي کې د لومړی ټولګی زده کوونکي ده. د مسلمې کورنۍ لکه د دې ټولګي د نورو زده کوونکو د کورنیو په څیر پاکستان کې د څو لسیزو کلونو د مهاجرت شپی او ورځی تیرولو وروسته په دې نږدې ورځو کې بیرته خپل هیواد ته راستنه شوي ده. مسلمه په ټولګي کې د خپلی خور نوبهار ترڅنګ ناسته ده.
مسلمه وايي چې زه پاکستان کې په یوه دولتي ښوونځي کې د لومړی ټولګي زده کوونکي وم. کله چې زما کورنۍ د پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته راستنیدله نو زه د خپل ښوونځي او درسونو ته ډیره خفه وم. ما د پاکستان څخه د خپل ښوونځي کتابونه هم راوړل ځکه چې ما هیڅکله هم دا فکر نه کوه چې زه به خپل هیواد (افغانستان) کې په کوم ښوونځي کې شامله شم. خو یوه ورځ زما پلار دلته دې ښوونځي ته راوستم او شامله يي کړم ترڅو زه دلته زده کړي وکړم او د افغانستان درسونو او کتابونو سره بلدتیا پیدا کړم.
هغه وايي زما سره په ټولګي کې ۳۹ نجوني زده کړي کوي. مسلمه وایی ((مونږ څلور خویندي یو. یوه خور ماسره په همدی ټولګی کې ده او دوه نورې کوچنۍ دي.)) هغه وايي غواړم په راتلونکې کې ډاکټره شم ترڅو د خپلو هیوادوالو خدمت وکړم.
دا ټولګې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا د جوړ شوو ۹۸ ټولګیو د جملې څخه دی. په دې ټولګیو کې د ۱۶۱۵ نجونو په ګډون ۳۲۸۸ زده کوونکي د لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګي پورې زده کړي کوي. سویډن کمیټې د ۱۸ ښځینه ښوونکو په ګډون ۹۸ ښوونکي په دندو ګومارلي دي.
په ختیځ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښوونې او روزنې د پروګرام یو لوړ پوړي مسئول ډاکټر نیازالرحمان وايي ((د ختیځ ننګرهار ولایت څلورو اولسوالیو کې د سویډن کمیټې لخوا د پاکستان څخه د بیرته راستنیدونکو او داخلی بې ځایه شوو کورنیو ماشومانو د زده کړو او په ښوونځیو کې د هغوي د شمولیت په موخه د چټکو زده کړو پروژه پیل شوي ده. او په دی موخه د زده کوونکو لپاره ۹۸ ټولګي جوړ شوي دي. دا ښوونځي په هغو څلورو اولسوالیو کې جوړ شوي چرته چې د پاکستان څخه زیات شمیر راستنیدونکي کډوال دیره دي.))
د هغه په وینا په وینا بهسودو اولسوالۍ کې د ۴۹۰ نجونو په ګډون ۱۱۵۶ زده کوونکي، سره رود اولسوالۍ کې د ۳۱۷ نجونو په ګډون ۵۴۶ زده کوونکي، کامه اولسوالۍ کې د ۴۵۹ نجونو په ګډون ۹۹۴ زده کوونکي او په رودات اولسوالۍ کې د ۳۴۹ نجونو په ګډون ۵۹۲ زده کوونکي خپلي زده کړي کوي.
ډاکټر نیاز وايي ((۳۳ ټولګي یواځی د نجونو او ۳۶ ټولګي یواځی د هلکانو لپاره جوړ شوي دي خو په ۲۹ ټولګيو کې نجوني او هلکان چې ټول ماشومان دي یوځاې درسونه وايي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د دغو ټولګیو زده کوونکو لپاره د کتابونو د چاپولو پروسه پیل کړي ده. په دغه ټولګیو کې زیات شمیر زده کوونکي په لومړی، دویم او دریم ټولګیو کې دي. د سویډن هیواد د راډیو ایډ په نوم یوه مرستندوه اداره دا پروژه تمویل او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه يي پلی کوي.))
د ډاکټر نیاز په وینا افغانستان کې هغه زده کوونکي چې د نورو هیوادونو څخه دلته د زده کړو لپاره راځي او یا د هغو کورنۍ ماشومان چې د مهاجرت د چاپیریال څخه بیرته خپل هیواد ته راستنیږي په دولتي ښوونځیو کې د شاملیدلو وړاندې باید آزموینه ورکړي او د هغوي د وړتیا او قابلیت سره سم په ټولګیو کې شاملول کیږي.
عبدالوهاب حلیم د شهید عبدالجبار ابتدایه ښوونځي مدیر دی. هغه وايي ((دلته مونږ د پاکستان هیواد څخه د بیرته راستنیدونکو کډوالو د ماشومانو لپاره شپږ ټولګي لرو. پدې ټولګیو کې د ۱۰۷ نجونو په ګډون ۲۰۰ زده کوونکي زده کړي کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا دلته دوه ښځینه ښوونکي او څلور نارینه ښوونکي په دندو ګومارل شوي دي او دلته ټول زده کوونکي راستانه شوي کډوال دي.
د بهسودو ترڅنګ د کامې اولسوالۍ په دیهـ طاهر کې د کډوالو زده کوونکو لپاره جوړ شوي ټولګي یوه زده کوونکي عابدې په وینا د افغانستان او پاکستان کتابونه او زده کړي توپیر لري. دلته د خبرو لهجه هم توپیر کوي خو زه کوښښ کوم چې د خپل هیواد زده کړو او د خبرو کولو لهجی سره بلده شم.
عابده خپل هیواد ته د بیرته راستنیدلو وړاندی د پاکستان خیبر پختونخوا ایالت اتمانزی کلی کې د خپلی کورنۍ سره اوسیده.
هادیه الله نظر په نوم د چټکو زده کړو د ټولګي یوه ښوونکي چې خپله هم دوه کاله پخوا د خپلی کورنۍ سره د پاکستان هیواد څخه راستنه شوي ده او د پیښور پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړي کړي دي وايي ((د افغانستان تعلیمی نصاب د پاکستان څخه توپیر لري. پاکستان کې زده کړي په اردو او انګلیسی ژبو دي خو دلته په افغانستان کې زده کړي بیا په درې او پښتو ژبو دي.))
هغه وايي چې د چټکو زده کړو په ټولګیو کې د پاکستان څخه راستانه شوي زده کوونکو ته د افغانستان نصاب تدریس کیږي ترڅو دوي د افغانستان درسی نصاب سره بلد شي او د شپږو میاشتو زده کړو وروسته د دوي څخه د سوي آزموینه اخستل کیږي او د هغوي د قابلیت سره سم په دولتي ښوونځیو کې شاملیږي.
د ډاکټر نیازالرحمان په وینا د دې پروژی موخه د کډوالو ماشومانو د افغانستان درسی نصاب سره بلدتیا ده. زیاتره ماشومان چې د خپلو کورنیو سره یوځای راستانه شوي دي هلته پاکستان کې په ښوونځيو کې زده کړي کولي. نو سویډن کمیتې د هغوي د زده کړو د دوام په موخه دا پروژه پیل کړه ترڅو هغوي د افغانستان نصاب او زده کړو سره بلد شي. د شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته د دې زده کوونکو څخه په دولتي ښوونځيو کې د شمولیت لپاره د سوي آزموینی اخستل کیږي او د قابلیت سره سم په ټولګې کې شاملیږي.
د هغه په وینا هغه زده کوونکي چې د شپږ میاشتني زده کړو وروسته د سوي په آزموینه کې بریالي نه شي هغوي به په دولتي ښوونځیو کې په ټیټو ټولګیو کې شامل شي. د چټکو زده کړو دا پروسه د دویم ټولګي څخه د لوړو ټولګیو د زده کوونکو لپاره ګټوره ده.
په ننګرهار کې د پوهنې ریاست لوړ پوړی چارواکو پوهاند الله داد اسماعیلزاده او د یاد ریاست ویاند محمد آصف شینواری د پاکستان څخه د بیرته راستنیدونکو کډوالو د آولادونو د زده کړو لپاره د چټکو زده کړو ټولګیو په جوړولو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ستایلی ده. هغوي وايي چې یاد ریاست به د سویډن کمیټې سره د چټکو زده کړو د ټولګیو او د ښوونکو د استخداومولو کې هرډول همکاري وکړي.