د ۳۵ کیلو متره سړک او د پایپ سکیم لسو شبکو جوړولو چارو پرانېستل
د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ۳۵ کیلو متره سړک او د پایپ سکیم لسو شبکو جوړولو چارې پرانېستل شوې چې شاوخوا شل زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي او د سړکونو بیارغونې کارونه به شپږ میاشتې وخت ونیسي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په مالي لګښت ۱۷ کلیو ته د اوبو رسولو د لس شبکو د جوړېدو چارې پرانېستل شوې او ورسره هم مهاله د خوراک نړیوال سازمان له لوري ۴۸۰ ميټریک ټنه خوراکي توکو مرسته چې د سویډن کمېټې د کلیو او پراختیا پروګرام په همغږۍ شوې پیل شوې.
دا د شیګل ولسوالۍ له مرکز سره د ۲۲ کلیو نښلولو ۳۵ کیلو مټره سړک جوړولو پروژه ده چې شپږ میاشتې وخت به ونیسي او د اړوندو کلیو ۶۹۹ کارګران چې د سړکونو په رغونه کې کار کوي، د پروژې تر پایه به هره میاشت د کار په بدل کې خوراکي توکي تر لاسه کوي.
په همدې موخه جوړیو شویو مراسمو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز دفتر مشر عبدالاحد سمون، د کونړ ولایت مرستیال والي، ولایتي شورا غړو، سیمه ییزو مسوولینو او قومي مخورو ګډون کړی و چې د پروژو د عملي کېدو په برخه کې یې د ولسونو له همکاریو مننه وکړه او د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.
د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار وویل: د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فعالیتونه او خدمتونه د قدر وړ او حیاتي دي. د دولت او د شیګل د خلکو په استازیتوب زموږ غږ د سویډن تر خلکو ورسوئ چې له تاسې ډېر خوښ دي.
په ورته وخت کې د شیګل ولسوالۍ قومي مشر نور رحمان کشمېرخان د شیګل ولسوالۍ د ولسونو په استازیتوب له سویډن کمېټې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په سختو حالاتو کې یې د شیګل د خلکو لپاره د پاکو اوبو رسونې او پایپ سکیم په برخه کې نه هېریدونکي خدمتونه کړي او ډاډ یې ورکړ چې د نویو پروژو تطبیق کې به هم ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي.
له دې سره د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر مشر انجینر عبدالاحد سمون وویل چې د شیګل خلک لا هم د ژوند لومړنیو اساسي حقونو ته لاسرسی نه لري او د دوی لومړیتوب هم همدا دی چې د خلکو پر وړاندې پرتې ستونزې راکمې کړي.
ښاغلي سمون زیاته کړه چې د سویډن کمېټې لومړیتوب او تمرکز په لرې پرتو سیمو دی چې په دې لړ کې یې د تېرو ۱۱ کلونو راهیسي چې د شیګل په ولسوالۍ کې کار کوي، د پاکو اوبو رسونې او پایپ سکیم ګڼې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلي چې د سیمې خلکو ستونزې یې راکمې کړي.
د ویلو ده چې د نویو پروژو د کارونو په مهال به د کرونا ویروس د مخینوي لپاره وقایوي تدابیر هم عملي کیږي چې په دې موخه د سویډن کمېټې له لوري د سیمو خلکو ته چې په ځانګړي ډول د سړکونو رغونه کې کار کوي، د عامه پوهاوي پروګرامونه هم عملي کړي.