د بروکسل د ناستې څخه مخکي د ۱۱ غیر دولتي ادارو پیغام د زدهکړو لپاره د ډیرو پیسو او ښه مصئونیت اړتیا ده
د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه دواړه باید ډیره پانګه د زدهکړو لپاره په نظر کې ونیسي. دا ۱۱ افغاني او بهرنیو غیر دولتي ادارو، کومې چې د افغانستان لپاره د سویډن د کميټي لخوا سره یوځای شوي دي، عمومي پیغام دۍ.
دغه ادارې، کومې چې د زدهکړو په برخه کې کار کوي، د افغانستان په اړه د بروکسل د ناستې څخه مخکې یوه ګډه اعلامیه وړاندې کوي، کومه چې په افغانستان کې د زدکړو پرمختګ او همداشان هغه ډیرې ستونزې چې د دغه پرمختګ لپاره خنډونه رامینځ ته کوي، په نښه کوي.
په لمړنیو زدهکړو باید لا ډیره پانګه ولږول شي، تر څو هغه ۳.۵ میلیونه کوچنیان چې د ښوونځۍ عمر لري او تر اوسه په ښوونځۍ کې نه دي شامل شوي په ښوونځۍ کې شامل شي. نورې ځینې اړتیاوي هم شته چې باید چې پاملرنه ورته وشي، لکه د سواد د زدکړو پروګرامونه. که څه هم چې افغانستان د نړۍ په سطحه د سواد د لوړي فیصدۍ درلودونکو هیوادونو څخه دۍ، باید یادونه وکړو چې په ۲۰۱۵ کې د سواد د زدکړو د پروګرامونو بودیجه ۳۵ سلنه کمه شوه.
د دې تر څنګ، په افغانستان کې د امنیت خرابوالي د زدکړو بهیر ټکنی کړی دۍ. دا یوه بله هغه برخه ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه او هغه ۱۰ نورې ادارې په دې اړه اندیښمنې دي. د یوناما د یو نوي راپور له مخې، د تاوتریخوالې، خطرونو، او تشدد د ډیرښت او په تاوتریخوالي کې د ډیر پرمختګ له امله په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۳۶۹ ښوونځۍ تړل شوې چې له دی کبله لږ تر لږه ۱۳۹٫۰۰۰ زده کونکي چې شاوخوا ۵۰٫۰۰۰ یې انجونې دي، متاثره شوي دي.
له همدي امله باید چې د ښوونځیو امنیت او خوندیتوب د سولې د خبرو د لړلیک په سر کي وي، باید د ښوونځیو اود معارف د آسانتیاوو څخه ساتنه وشي، او د افغانستان دولت دې ته ژمن دۍ چې د ښوونځیو څخه د نظامي مقصدونو لپاره استفاده ونه کړي.
د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټي سربیره هغه ادارې چې په ګډه توګه د دغه څیړنو تصدیق کوي عبارت دي له: د افغانانو لپاره د همکاریو د هماهنګۍ اداره (ACBAR)، د ډیر عمر درلودونکو افغانانو لپاره د زدکړو ملي موسسه (ANAFAE)، د افغانو ښځو لپاره تعلیمي مرکز (AWEC) د افغان د صحي او انکشافي خدمتونو موسسه (AHDS)، د آلمان د ډیر عمر درلودونکو زده کونکو نړیواله ټولنه (DVV)، د اسلامې مرستو نړیوال سازمان، د مرسی کوریس نړیوال سازمان، د افغانستان د کوچنیانو د ژغورنې موسسه، د تشبث د زدکړو موسسه (TEC)، او د افغانستان د پرمختګ لپاره د رفاه موسسه (WADAN).
د څیړنو لنديز په لاندي پته کې ووایاست: https://swedishcommittee.org/sites/default/files/media/education_briefing_paper_to_brussel_conference.pdf
د لا زیانو معلوماتو لپاره د بکتاش مصور سره په اړیکه کې شۍ.
د اړیکې شمیره: ۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴/ ۰۷۸۹۴۲۷۸۵۰
ایمیل: baktash.musawer@sca.org.af