اوس موږ پوهیږو چې نه لیدل کمزوري نه ده
نوريې وايي: تل مې له خپلې خور شکریې سره، چې لکه ما غوندې په سترګو لیدلی نشي، د ژوند په اړه فکر کاوه چې راتلونکی به مو څنګه شي؟ په دې نړۍ که چې د شپې او د ورځې رنګ یې مونږ ته یو شان دی، په دې توره تیاره دنیا کې، ډېر مو هیله درلوده چې د خپلو خویندو او ورونو او د ګاونډیو لورانو په څېر ښوونځي ته لاړې شو، لیکل او لوستل زده کړو.
نوریه او شکریه په خپلو کې ډېرې خوږې او مهربانه دي. د دوی دواړو خویندو د نږدیوالي لامل هم د دوی نه لیدل دي چی له موره همداسې پیدا شوي دي. دغې مشترکې وجهې دوی له یو بل سره ډېرې نږدې او خوږې کړي دي. ان دا چې ګډې خاطرې او ګډ دردونه لري. دوی په بلخ ولایت، مزارشریف ښار کې په یو بې وزله کورنۍ کې ژوند کوي.
شکریه یوه ترخه خاطره را سره شریکوي: “زه او نوریه چې وړې و او چېرې به تلو خلکو به په موږ پورې خندل او ویل به یې دې ړندو ته ګورئ چېرې ځي. چې په لاره به روان و هر چا به خندل، ډېر به شرمېدلو په همدې خاطر به هېڅ ځای ته نه تلو.”
نوریه وایي د هغې یوازینۍ هیله دا وه چې لکه خپلو نورو خویندو ښوونځي ته لاړه شي او زدهکړې وکړي. مګر ددې دواړو نابینا خویندو سرنوشت هغه وخت بدل شو، چې د افغانستان لپاره د سویدن کمیټې، د معلولیت لرونکو خلکو ته د مرستې پروګرام ښوونکی دوی سره په کور کې زدهکړې پيل کړې.
دا دواړه خویندې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې د تعلیمي او حرفهوي زدهکړو له برنامو څخه داسې یادونه کوي: “نږدې دولس ۱۲ کاله مخکې د سویدن د کمیټی کارکوونکی، استاذ قربان ګل زمونږ کور ته راغی او مونږ سره یې خبرې وکړې، او بیا یې زمونږ مور او پلار سره خبرې وکړې، چې په اوونۍ کې به یو ځل زمونږ کور ته راځي او مونږ دواړو خویندو ته به درس راکوي.
په کور کې له څو میاشتو درس وروسته، مونږ دواړه یې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د بیارغونې مرکز کې شاملې کړو. په پیل کې يې موږ ته الفبا تورې را زده کړل او بیا د بریل خط مو زده کړ. همدارنګه د تعلیم ترڅنګ مو د خپل حق او حقوق په اړه مو په ځينو روزنیزو ورکشاپونو کې هم برخه واخیسته او د حرفهوي زدهکړو کورسونه لکه د کالیو ګنډل، غالۍ اوبدل او د بند اوبدل مو هم زده کړل.
اوس دا دواړه خویندې نه یوازې ښوونځي ته ځي بلکه نوریه په کور کې د نارینه جامو لپاره تسمې اوبي او د خپلې ورځنۍ ګټې له لارې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته هم کوي. هغوی په دې وروستیو کې یوه غوا د افغانستان د نابینایانو ټولنې له خوا د سویډن کمیټی په مالي ملاتړ اخیستې ده، چی د لبنیاتو د خرڅلاو له لارې يې د خپلې کورنۍ په اقتصادي ودې کې هم برخه اخيستې ده.
اوسمهال نوریه او شکریه د نابینایانو د ځانګړو تعلیماتو د لیسې د اتم او پنځم ټولګي زدهکوونکې دي. نوریه هیله لري چې یوه ورځ تکړه ښوونکي شي او نورو معلولیت لرونکو خلکو ته چې مرستې ته ډېره اړتیا لري مرسته وکړي.