رحمن خپل د پروژې پلانونه په ښوونځیو کې ترسره کوي.
عبدالرحمن یو له هغو ۵۰۰۰ نه زیاتو کارکوونکو له جملې څخه دی، چې تل په ډاګه کوي ترڅو د پروژې پلانونه په حقیقت بدله شي او د ډونرانو پیسې په ښوونځیو کې د ماشومانو لپاره استعمال شي. د ۱۹ کلونو په اوږدو کې هغه په سویډن کمیټې کې کار کړي او د پوهنې ساحوي څارونکي دي.
هغه وخت چې رحمان د خپلې څارنې لاندې شپږو ښوونځیو سره د ملاټر لپاره د خپل کارونو طریقې تشریح کولې، وویل چې:”هغو ښوونکو چې تجربې لري ډيرو ملاټرو ته اړتیا نه لري. خو له هغو ښوونکو سره چې نوي استخدام شوي دي زه باید هره اوونۍ ووینم او کله ناکله باید هغوی سره هره ورځ اړیکه ټینګه کړم “.
دی وايي چې دا کار د نورو کارونو د پرمختګ دمخه زیات چمتووالي ته اړتیا لري ځکه چې اوس د انفرادي ښوونکو د ملاټر وخت دي. که چېرې یو نوی ښوونځی پرانستل کېږي ، نو عبدالرحمن د کلي مشران راټولوي ترڅو هغوي وپوهوي چې د محلي ټولنو څخه څه تمه کیږي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په ټولنیزو ښوونځيو کې دا د ځايي ټولنو دنده ده، چې ټول عملي کارونه په دغو ښوونځیو کې ترسره کړي. د نوې ښوونکې استخدام ، د ښوونکو معاشونه، د ښوونځي کتابونه، د ښوونکو روزنې او کنترول مسولیتونه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې پر غاړه دي. د کلی خلک باید په ګډه د یوې ښوونځي د ودانې، کله کله د یو فارم او یا د خیمو د جوړولو لپاره راټول شي. دوی باید د ښوونځي لپاره اوبه، کېندل شوي تشنابونه او داسې نورې اړتیاوې برابر کړي. محلي ټولنه باید د ښوونځي د مدیریت یو ټیم وټاکي ترڅو دا ټیم د محلي ټولنې او د ښوونځي ترمنځ اړیکه ټینګه کړي. د نارینه ځوانانو په استثناء، هر د باور وړ کس په کلي کې کولای شي چې د دې ټیم لپاره وټاکل شي، ځکه چې د ښوونځي زیات ښوونکې ځوانې ښځې دي. دا مناسبه نه ده چې د ښوونځي د مدیریت په ټیم کې نارینه ځوانان شامل شي.
عبدالرحمن وایي: «هر نوي ښوونځی هر کال ډیرو پلانونو ټه اړتیا لري؛ څومره ماشومان شته؟ څومره ټولګيو ته اړتیا شته؟ داښوونځي څومره کتابونه ته اړتیا لري؟ څنګه به تقسیم اوقات جوړ کړي؟»له پورته کارونو وروسته بیا، د څارنې او نظارت موضوع مخ ته راځي. هغه له خپلو اړوندو شپږو ښوونځیو سره نږدې اړیکې لري او هڅه کوي چې د ستونزو د راپیښیدو پر مهال ورسره مرسته وکړي. دی د همداسې یوې بېلګې په اړه راته وايي چې که چیرته یو هلک د خپل د مور او پلار په غوښتنه د پسونو د پاملرنې په خاطر ښوونځی یې پریښي وي، نو هغه به څنګه وکولای شي چې په دې موضوع کې مداخله وکړي. عبدالرحمن وایي: «زه معمولا د ماشومانو د میندو او پلرونو سره د راتلونکې په هکله خبرې کوم. که یو ماشوم نا لوستی او نا پوه لوی شي نو څه به پیښ شي. دا به هغوی ته ډیر ستونزمن وي چي یوه ښه ژوند ترلاسه کړي.خو دا ډيره وختونه نه پیښیږي. په اوسنۍ زمانه کې ډیری میندې او پلرونه د پوهې په ګټو باندې پوهیږي اوسډیر ماشومان ښوونځي لېږي.»
عبدالرحمن د هیواد په شمالي سیمه، تالقان کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دفتر لپاره کار کوي. هغه د تاجکستان سره نږدې سیمه، د ینګي قلعه ولسوالې کې د ښوونځیو مسولیت پر غاړه لري. د ولسوالي یوه کوچنۍ برخه چې هلته یو ښوونځي هم موقعیت لري د طالبانو په کنترول کې دي. خو بیا هم دا ښوونځی خپلې ورځنۍ چارې په عادي ډول پرمخ وړي.
عبدالرحمن وایي: «د طالبانو یوازنۍ غوښتنه دا ده چې له څلورم څخه پورته د نجونو ټولګي باید ښځینه ښوونکي ولري.»