د وینځونکو موادو کار خانه چې د معلولیت لرونکې کسانو لخوا پر مخ وړل کیږي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په مالي مرسته د افغان معلولينو او زيامنيدونکو ټولنې (ADVS) لخوا ننګرهار کې د لوښو مينځلو، لاس مينځلو او داغ پاکولو مايع توليدونکي فابريکه جوړه شوه.
دا فابريکه چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ چينو کلي کې موقعيت لري، د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام په ۲ . ۱ ميليون افغانيو مالي مرسته جوړه شوه. په دې لګښت کې نهه سوه زره افغانۍ د افغان معلولينو او زيانمنيدونکې ټولنې ونډه وه.
د تورغر حسن سادات فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست، د اقتصاد رياست چارواکو، د افغانستان لپاره سويډن کميټې ګډون کړی وو.
د تورغر حسن سادات فابريکه کې ټول ټال اتلس تنه بې روزګاره او معلوليت لرونکي سړيو او ښځو ته د کار زمينه برابره شوې ده چې هر کارکوونکي ته له ۳۰۰۰ افغانيو څخه تر ۱۰۰۰۰ افغانيو پورې مياشتينۍ تنخواء ورکول کيږي.
د افغانستان لپاره سويډن کميټې د مسولينو په وينا د دې فابريکې موخه بېوزله او معلولو ښځو او سړيو ته د دوامداره کاري فرصتونو برابرول دي.
د افغان معلولينو او زيانمنيدونکو ټولنې مشر سيد حسن سادات هيله مند دی چې د يادې فابريکې توليدات به ښه مارکيټ ولري. په پام کې ده چې په دې فابريکه کې د توليد کيدونکو توکو شمير زيات کړي.
ښاغلي سادات زياته کړه “اوس مهال درې قلمه مواد توليدوو چې د لوښو وينځلو، جامو وينځلو او داغ پاکولو (بليچ) مايع پکې شامله ده. په راتلونکې کې د فابريکې د توليداتو د خرڅلاو په ښه کيدو سره په پام کې لرو چې د جوس، معدني اوبه او نکريزو پيکنګ په ګډون د توليداتو کچه ۲۱ قلمه ته لوړه کړو.”
په دې فابريکه کې ډيری هغه بيوزله او معلوليت لرونکي وګړي کار کوي چې د شاوخوا نږدې سيمو اوسيدونکي دي. کونډه قدري ګل چې د لس کسيزې کورنۍ نفقه په غاړه لري، خوشاله ده چې د کور سره نږدې ورته د کار فرصت برابر شوی.
هغې وويل “د افغانستان لپاره سويډن کميټې او د معلولينو او زيانمنيدونکو ټولنې دا يو ډير اغيزمن ګام پورته کړ. پخوا به زما کوچنيو لمسيانو او زامنو کار کاوه خو زمونږ اقتصادي ستونزې ورباندې نه هواريدلې. اوس چې ماته هم د کار زمينه برابره شوه نو ډيرې اقتصادي ستونزې به مو هوارې شي.”
رحمت چې په يو لاس معلول دی په ياده فابريکه کې يې له تنخنيکي او ځان ساتنې روزنو ترلاسه کولو وروسته کار پيل کړی. نوموړي وويل “ما داسې فکر کاوه چې زه به د کار توانايي ونه لرم، خو په دې فابريکه کې مې مسلکي حرفوي روزنه ترلاسه کړه، کار مې پيل کړ او په دې ډاډه شوم چې نور د بل چا د اوږو بار نه يم. ما مسلکي روزنه ترلاسه کړې، که دلته نه وي، راتلونکې کې په بل ځای کې هم کار پیدا کولی شم.”
رسول خان چې د چينو کلي يو قومي مشر دی، د معلوليت لرونکو وګړو فزيکي، اقتصادي او ټولنيزه بيارغونه کې د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلولينو پروګرام هڅې ستايي او ټینګار کوي چې د معلولينو د پرمختګ لپاره ورته هڅو ته دوام ورکړي.
هغه وويل “دا فابريکه يواځې د بې وزله او معلوليت لرونکو وګړو په بيارغونه کې اغيزناکه نه ده، بلکې دا د کورنيو توليداتو د کچې په لوړولو کې هم يو ستر ګام دی. مونږ ژمن يو چې د افغانستان لپاره سويډن کميټې په چارو کې به خپله همکاري نه سپموو.”