د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له زلزله ځپلیو کورنیو سره مرسته وکړه
د افغانستان په جنوب ختیځو سیمو کې د زورورې زلزلې له پېښېدو په تغقیب سره، د سویډن کمېټې د چټک څارنې نه وروسته د پکتیکا ولایت برمل او ګیان ولسوالیو کې له زلزله ځپلیو کورنیو سره شاوخوا (۲۲۵۰۰۰) آمریکایي ډالرو په ارزښت د مرستندویه کڅوړې چې په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي، د حفظ الصحې توکي او نغدې پیسې شاملې دي، مرسته وکړه. دا بیړنۍ مرستې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته، د آبادي (ABADEI) پروژې له لارې ورکړل شو.
دجون د میاشتې په ۲۲ نیټه د شپې یوه نیمه بجه درېښترپه کچه ۶.۱ درجې زلزلې دافغانستان جنوب ختیځ ولایتونه او شاوخوا سیمې ولړزولې چې د راپورونو له مخې ۲۵۰۰ کسانو ته يې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې مرګ ژوبله واړوله اما تر ټولو شدید تلفات یې دپکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې ؤ چې میشت وګړو ته یې درانه مالي زیانونه هم واړول.
دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې تر یوې چټکې ارزونې وروسته د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنۍ مرستو چمتو کولو په لړکې ۵۰۰ -شدید ځپل شویو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي، حفظ الصحې او سرپناه لپاره مواد او وسایل وویشل.
په ګیان ولسوالۍ کې د خان بي بي په نوم یوې سپین سرې ښځې وویل” زما په کورنۍ کې ۱۱ تنه مړه شول او پاتې ټول زخمیان شول. کور مو مکمل ویجاړ شو او حیوانات مو هم پکې له منځه لاړل“.
په برمل ولسوالۍ کې دقسمتې په نوم یوې اته کلنې نجلۍ په کورنۍ کې اتلس کسان دهمدې زلزلې له امله له منځه تللي دي. نوموړې وویل” زما پلارهم پدې زلزله کې له مړشو“.
مرسته د سویډن کمېټې ترچټک انتقال وروسته دزلزله ځپلیو وګړو په کورنیو باندې وویشله.
یوتن مرسته اخېستونکي ۱۲ کلن کریم خان؛ چې دکورنۍ شپږ تنه غړي يې د مور او پلار په شمول وژل شویدي وویل” موږ ته سویډن کمېټې او UNDP د کور ټول اړین وسایل راکړل. موږ ډېرترې خوشحاله یو” کریم خان اوس د خپلې درې کسیزې کورنۍ سرپرستي ته یواځې پاتې دی.
ددې مرستو لړۍ به په ټوله کې درې میاشتې دوام وکړي چې د آبادي په نوم پروژې له لارې به همدې کورنیو ته راتلونکي دوو نورو میاشتو کې هم ورکړل شي. آبادي پروژه دسویډن کمېټې او دملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ګډه پروژه ده.
دمرستې ویشلو په مراسمو کې د سویډن کمېټې په نمایندګي ښاغلي آشیش رنجان، او دملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په نمایندګي آغلې سورایو بوزوروکوا، دغزني د سیمه ایز دفترمشراو همکارانو یې برخه اخیستې وه.