د کابل د ښوونځي لوبډلې د کرکټ د نړیوال جام د لمانځلو ټورنمنټ ګټونکی شو
د کرکټ د نړېوال جام د لمانځلو په ټورنمنټ کې چې د جمعې په ورځ د مارچ په ۴ په لار واچول شو، شپږو لوبډلو ګډون وکړچې د برتانیې د سفارت لوبډله، د آسټریلیا د سفارت لوبډله او د افغان ښوونځي لوبډلې له هغې جملې څخه دي.
نوموړی ټورنمنټ د برتانیې د سفارت له خوا د افغانستان لپاره د سویدن د کمیټې او افغان کنکشن د موسسو په ملګرتیا په لاره واچول شو.
د دې ټورنمنټ موخه د برتانیې د سفارت لخوا د تمویل شوې پروژې (په ښوونځیو کې د کرکټ وده) د پای او په راتلونکي نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې د ګډون لمانځل دي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له سکاټلند سره په ۸ د مارچ ولوبوي.
په کابل کې د ابراهیم خلیل الله د لېسې دوه لوبډلو، د برتانیې او د اسټریلیا د سفارتونو لوبډلو، د پاکستاني لوبغاړو یوې لوبډلې او یوې بلې لوبډلې چې د افغانستان، سریلانکا او ویسټ انډیز پورې تړلي لوبغاړي پکې شامل وو، په نوموړو سیالیو کې ګډون وکړ. د ټورنمنټ واړه لوبې د سپورتي ارزښتونو او یو بل ته د درناوي په چوکاټ کې ترسره شوې.
د کابل د ابراهیم خلیل الله لیسې غورځنګ لوبډله د پاکستاني لوبډلې په ماتولو سره پرته د کومې ویکټې له لاسته ورکولو سره اتلولۍ ته ورسېده. د کابل د ابراهیم خلیل الله لیسې شاهین لوبډله درېیمه غوره لوبډله شوه. د محمد نبي او اصغر ستانکزي په ګډون د خپلو اتلانو د بریالیتوبونو نه اغېزمن شوي د ابراهیم خلیل الله د لېسې لوبډلو ډېره عالي لوبه وړاندې کړه. چې په کې د بریتانیې د سفارت پر وړاندې په یوه منډه د شاهین لوبډلې بریا هم شامله وه.
د برتانیې سفیر ښاغلي ډومینیک جرمي وویل:
((لکه څنګه چې نیلسن منډيلا ويلي وو: (سپورټ هغه ځای ته هیله راولي چېرته چې یو وخت یوازې ارمانونه وو.) سپورټ د خلکو او د ټولنو د یو ځای کولو او نږډې راوستلو توان لري. زه خوښ یم چې د دغې پروژې له لارې موږ او زموږ همکاران توانېدلي چې د افغانستان تنکیو ځوانانو او ماشومانو ته خوښي وروبخښي او هیله من یم چې دوی ته به د راتلونکې په هکله لا زیات اعتماد ورکړي. دا له افغانستان سره زموږ د همکاریو یوازې یوه برخه ده. خو په عین وخت کې دا د یوه سوله من، له ټېکاو ډک او آباد افغانستان په رامنځ ته کولو کې زموږ د ژمنو دوام دی.))
د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې رئیس ښاغلي جورګین هولمسټروم داسې وویل:
دا د خوښۍ وخت دی چې ځوانان د سپورت له لارې په داسې یوه ورځ کې سره یو ځای کېږي. د سپورټ او په تېره بیا د کرکټ له لارې یو ځل بیا افغانان یو بل ته سره نژدې کېږي. د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه ویاړي چې د برتانیې سره په ملګرتیا افغانانو ته فرصت برابروي چې په لوبه کې برخه واخلي او د لوبو له خپل هېواد ورغوي.
د برتانیې له خوا تمویل شوې د (په ښوونځیو کې د کرکټ وده) پروژه د افغان کنکشن او د افغانستان لپاره د سوېډن د کمېټې له موسسو په هڅو سر ته ورسېده. د نوموړې پروژې په ترڅ کې په ۲۰ ښوونځیو چې په ۵ بېلابېلو ولایتونو (کابل، کندز، لغمان، ننګرهار او وردګ) کې موقعیت لري، د کرکټ میدانونه جوړ شول. د نوموړې پروژې له لارې ښوونځیو ته د کرکټ وسایل هم ورکړل شوِي او ښوونکو او ماشومانو ته د کرکټ د غوره زده کړې کمپونه هم په لاره واچول شول چې چارې یې د افغان ځوانانو لپاره د کرکټ د موسسې له خوا پرمخ بوول کېږي.
د دې پروژې له لارې د افغانستان لپاره د سوېډن د کمېټې له خوا په ۱۵ ښوونځیو کې د ښوونې ځایونو هم په وسایلو سمبال شوي تر څو د زده کړې لپاره غوره چاپېریال رامنځ ته کړي.
نوموړې پروژه په ۲۰ ښوونځیو کې دوامداره اسانتیاوې رامنځ کوي چې په زرګونو زده کوونکي به په راتلونکي کلونو کې ترې ګټه پورته کړي.
د ابراهیم خلیل الله د لېسې سرمعلم ښاغلې محمد نبی نورزی د نوموړې پروژې په هکله داسې وویل:
((موږ خوښ یو چې دلته لوبه کوو، کرکټ موږ ته د ښه وخت تېرولو او همکارۍ زده کړه راکوي. موږ له افغان کنکشن، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې او په کابل کې د بریتانیې له سفارت څخه مننه کوو چې موږ ته یې په ښوونځي کې د کرکټ میدان جوړ کړ چې زموږ زده کوونکي وکولای شي کرکټ وکړي.))
د افغان کنکشن ریيسې او بنسټ ایښودونکې آغلې ډاکټر سارا فین وویل:
((د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې، ام سی سی، د بریتانیې حکومت او د افغان ځوانانو د کرکټ موسسې په مرسته افغان کنکشن وکولای شول چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې کرکټ د افغانستان ۲۲ ولایاتو ته ورسوي. چې لږتر لږه سل زره ماشومان ته یې د کرکټ د لوبې له لارې د هغوی ژوند ته یو نوی مهارت، خوښي او هیله راوړې چې له کلونو راهیسې په جګړو کې اوسېدل. له دغو ماشومانو ځخه ځینې یې نن وکولای شوای چې د بریتانیې د سفارت د کرکټ په لوبو کې برخه واخلي او کېدای شي چې یوه ورځ په نړیوال ستیج هم کرکت وکړي، لکه د دوی اتلان. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ګټې ټول ملت خوښ کړی. لکه یو محلي خبره چې وایي: (( راځئ چې ټوپک کېږدو او د کرکټ ډنډه را واخلو.))
سپورټ په جنګ ځپلو سیمو کې د ټولنو تر منځ د اړیکو د ټینګولو لپاره د ډېر وخت راهیسې یوه غوره لار ګڼل کېږي ځکه چې د سپورت له لارې سوله، زغم او دوه اړخیز توافق راتلای شي.
د کرکټ د ارزښتونو په یادولوسره، په نظم او یو بل ته د درناوي په درلودلو سره، په سمه توګه د لوبې د ترسره کولو سره، په ګروپي کار سره او د اصولو په منلو سره هیله ده چې زده کوونکي په ښه توګه وکولای شي چې په خپل ژوند کې ارزښتونه جوړ کړي او هغه لارې چارې زده کړې چې له لارې یې د شخړو مخنیوی وکړي او د حل مناسبې لارې ورته پیدا کړي.
د کرکټ د لوبې پرمختګ په ابتدایي او ملي برخو کې پانګه اچونې ته اړتیا لري تر څو کرکټ په سمه توګه پرمختګ وکړي او پیل یې باید په ښوونځي کې د کرکټ نه وشي.
افغان کنکشن له ۲۰۰۸ کال راهیسې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ په برخه کې کار کوي. د افغانستان لپاره د سوېډن د کمېټې او MCC سره په ګډه ملګرتیا د افغان کنکشن موسسې په ۲۲ ولایتونو کې په ۶۰ ښوونځیو کې ابتدایي کرکټ ته وده ورکړې.