د افغانستان د ښوونکو د ملی شوری استازو په کابل کې ناسته وکړه
د افغانستان د ښوونکو د ملی شوری استازو او د بیلا بیلو زونونو څخه راغلی پلاوي د چهارشنبی په ورځ (۱۶ دسامبر ۲۰۱۵) په کابل کې راټول شو او د دوه ورځو لپاره يې ناسته وکړه. پدغه ناسته کې هغوي د ملی شوری لپاره په مقرراتو او اصولنامه او همدارنګه د نښان په اړه وغږیدل. د دوه ورځینې ناستي په پای کې هغوي د ښوونکو د ملی شوری د عدلیه وزارت سره د راجسټر کولو لپاره کار هم پیل کړ. دا خبري د ملی شوری رئیس ښاغلی فضا احمد فضل وکړلي. د ښاغلی فضل په وینا د ښوونکو د استازو غونډه په دویمه ورځ (چهارشنبه) هم دوام درلوده او د غونډی وروسته هغوي د ښووني او روزني وزیر سره هم ولیدل.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه او د ټي کیپ په نوم یوه کاناډايې مؤسسه د افغانستان د ښوونکو د ملی شوری څخه ملاتړ کوي ترڅو د هیواد ټول ښوونکي د خپلو ستونزو اوارولو په موخه سره راټول شي.
پدغه ناسته کې د هرات او نمروز ولایتونو پرته د ۱۹ ولایتونو څخه اته ښځینه ښوونکو په ګډون ۵۷ ښوونکو ګډون درلوده. د ښاغلی فضل په وینا د پرواز نه شتون له امله د هرات او نیمروز ولایتونو د ښوونکو استازو و نه کولای شول چې کابل ته راشي او په غونډه کې ګډون وکړي.
د هغه په وینا د شوری لپاره شپږ بدیل غړي هم وټاکل شو چې د منتخبو غړو په نه شتون کې په غونډو کې ګډون کوي تر څو د شوری کارونه ځنډ نشی.
همدارنګه د ښوونکو د ملی شوری عمومي منشي آغلې محبوبه رحمت وویل چې جون میاشت کې د شوری د ټاکنو وروسته هغوي د ولایتونو او ولسوالیو څخه لیدنه وکړه او د ښوونکو د ستونزو په اړه يې خپل ځان خبر کړ. هغي وویل چې د ولایتونو او ولسوالیو کې د ښوونکو د ملی شوری ګاني هم جوړي کړي او ستازي وټاکل شو.
د آغلې محبوبی په وینا هغوي د ښوونکو د ستونزو د اوارولو په موخه د ښووني او روزني وزیر، د جمهوري ریاست دویم مرستیال ښاغلی سرور دانش او د پارلمان غړو سره لیدني هم کړي دي.
د هغي په وینا پدغه ناسته کې چې دوه ورځې يې دوام درلوده هغوي د ملی شوری لپاره په مقرراتو او اصولنامه او همدارنګه د نښان په اړه وغږیدل. د دوه ورځینې ناستي په پای کې هغوي د ښوونکو د ملی شوری د عدلیه وزارت سره د راجسټر کولو لپاره کار پیل کړ.
هیره دی نه وی چې په دغه ناسته کې د بادغیس، فاریاب، بامیان، کندوز، سری پل، پکتیا، بلخ، ننګرهار، بغلان، لغمان، کنړ، کاپیسا، لوګر، سمنګان، تخار، میدان وردګ، کابل، خوست، فراه، پکتیکا او بخشان ولایتونو څخه د ښوونکو استازو ګډون کړې وو.