د لوړو آرزوګانو سره یو مختلف ټولګې
د شریفي په نوم یوه زده کونکي چې په ۱۶ کلنې کې واده ته اړ شوي وه اوس د درې اولادونو مور ده او بامیانو کې اوسیږي. په دې نږدو کې هغه او د هغي ۱۴ نوري ټولګیوال د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ملاتړ لرونکی ځانګړي ټولګي څخه فارغه شوه.
دغه ځانګړې ټولګې د دولتي ټولګي څخه ډیر توپیر لری. ځکه چې دلته ټولي زده کونکي هغه میندي دي چې د واده او یا هم د نورو کوچنیو پیښو له امله د ښوونځيو پریښودلو ته اړ شوي وي. د منځنې اندازې خونه کې دې ټولګي کې زده کونکي په فرش ناست دي. یو څه زده کونکي خو ځان سره خپل ماشومان هم راولي، ځکه چې هغوي په کورونو کې داسی څوک نلري چې د هغوي پاملرنه وکړي. خو هغوي د زده کړو کولو آرزو او هیلي لري.
شریفه وايې چې اته کاله وړاندې د ناامنې له امله زما پلار زه د ښوونځي څخه وویستلم او واده يې کړم. هغه وايې چې کله د سویډن کمیټې د هغو میرمنو لپاره چې د بیلا بیلو دلیلونو له امله يې ښوونځي پریښودلي، ځانګړي ټولګیو اعلان وکړ. ما وغوښتل چې زه پکي شامله شم. دې ټولګیو کې د شاملیدلو لپاره زه وټاکل شوم.
دشریفي خاوند داود نومیږی. هغه یو هټیوال دې او زده کړي يې ندي کړي. داود په زده کړو کې د خپلی میرمنې سره مرسته کوي تر څو ښوونځي څخه فارغه شي او یوه ښوونکي شي او غواړې چې شریفه د هغې سره اقتصادي مرسته وکړي.
دلته د فاطمی په نوم یوه بله زده کونکي هم شته چې د واده کولو لپارخ د ښوونځي پریښودلو ته اړ شوي وه. خو د واده د څلور کلونو وروسته هغي په جګړه کې خپل خاوند د لاسه ورکړ. هغه درې ماشومان لري او د خاوند د مړیني وروسته د خپلو اولادونو ټولي اړتیاوي پوره کوي.
فاطمه وايې چې د خاوند د مړینی وروسته هغي پخپله ځمکه کرنه کوله خو د فزیکي کارونو لپاره به يې د خپلو خپلوانو او ګاونډیانو څخه مرسته غوښتله. خو پخپله ځمکه کرنه یواځینې کار وو چې خپلو اولادونو ته ډوډۍ لاسته راوړي.
هغي د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ځانګړې ټولګې کې د یو څه زده کولو او خپلو ماشومانو د روزلو په موخه ګډون کړې دې